کور / تازه خبرونه / ايران دافغان كډوالو په نيولو لاس پوري كړ

ايران دافغان كډوالو په نيولو لاس پوري كړ

دايران دعباس بندر په شميل سيمه كې ايراني پوليسو دافغان كډوالو په نيولو لاس پوري كړى دى . تېره شپه پوليسو يودېرش كسان افغان كډوال نيولي او دتېري ورځي اوه افغانان يې ديونيم لاك ايراني تومان په بدل كې خوشي كړي دي . دغه يودېرش كسان دامهال دشميل سره نېژدې دحاجي اباد دپوليسو ترڅارنې لاندي دي .دشمېل څخه يوه افغان كډوال چې خپل نوم بشير خان دزاړه بغلان اوسېدونكى راپېژني وويل چې پوليسو يې ژوند ورتريخ كړى دى . دى وايي چې دعباس په بندر كې شاوخوا پنځه سوه افغاني كډوالي كورنۍ اوسېږي چې ډېره برخه يې دافغانستان دشمالي ولايتونو اوسېدونكي دي . يوه بل كس نورمحمد وايي چې افغان حكومتي مامورين دي دايراني مامورينوسره خبري وكړي او دوى ته دي تر راتلونكي پسرلي پوري وخت ورواخلي . په ايران كې مېشت افغان كډوال وايي چې دسړو يخنيو او بېكاريو له كبله اوس دستي نه شي كولاى چې افغانستان ته ستانه شي.