ننګراهار : پوليسو پر رينجر موټر بمي چاودنه وشوه

د لراوبر اداره | جنوري 5th, 2010


د ننګراهار ولايت دامنيه قوماندانۍ امنيتي چارواکي وايي چې چاودنه نن تر غرمې مخکې دچپرهارولسوالۍ په سيمه کې دپوليسوپه يو رينجر موټرپسې وشوه .چې پکې يو عسکر زخمي او رينجر يو څه زيانمن شوئ .

امنيتي چارواکي وايي کله چې د دوي پوليس د چپرهار ولسوالۍ د سرې کله په سيمه کې ګزمه کوله چې په رينجر پسې بمي چاودنه وشوه.خو دې چاودنې پر مهال يو تن چې ريموټ کنټرول په لاس کې وو ونيول شوچې د مهال تر پوښتنې پيل شوي دي.

خو بل خوا د وسلوالو طالبانو وياند رسنيو ته وايي چې په چاودنه کې دري پوليس مړه او دوه نور ټپيان دي.

Copyright Larawbar 2007-2024