پکتيا:دځوانانو ستونزو له منځه وړلو په موخه غونډه

د لراوبر اداره | جنوري 4th, 2010


په پکتيا کې د قومونو د اړيکو د فتر او د ځوانانو د چارود امريت لخوا په ټولنه کې د ځوانانو د ستونزو او مسوليتونو په نښه کولو په پار غونډه جوړه شوه .
دا غونډه چې د پکتيا مرکز ګرديز کې وشوه په سلګونه ځوانانو ګډون پکې کړي وه .
د قومونو د اړيکو د دفتر مسول مير اکبر غونډې ته د پرانستونکې وينا کې وويل چې په پکتيا کې ځوانان له ګڼو ستونزو سر لاس او ګريوان دي او بايد ددي ستونزو د له منځه وړلو لپاره ټول ځوانان سره يو يو موټي شي .
په غونډه کې ځوانانو په خپلو خبرو کې تر ډيره بريده له دولت څخه پدې ولايت کې د ښونيز او روزنيزو ورکشاپونو او زياتو ښونځيو د جوړيدو غوښتنه وکړه .
دوي وويل چې پدي سره بۀ دي باسواده ځوانانو کچه بۀ پورته لاړه شي او بل به دي زده کړي د حاصلول د دوي لپاره ښه بوختيا وګرځي .
د پام وړ ده چې په پکتيا کې د ځوانانو د ستونزو د له منځه وړلو په موخه دا لومړنۍ غونډه ده چې په دومره لويه کچه ځوانانو ګډون پکې کوي او خپلې ستونزي پکې په ازاده توګه وړاندې کوي

Copyright Larawbar 2007-2024