کور / سياسي / د سرزورې طالبانو د مشر برياوي، امريکا زوروي

د سرزورې طالبانو د مشر برياوي، امريکا زوروي

سرچینه او نیټه : نېويارک ټايمز د اکتوبر ۱۱ مه ۲۰۰۹ کال
لیکونکی : سکاټ شين
ژباړه : نوروهاب څپاند

واشنګټن ــ د ۲۰۰۱ کال په وروستېو کې د ملا محمد عمر راتلونکې سپېره څرګنديدله. د طالبانو دا کمسواده او د يوې سترګې خاوند مشر د موټرسايکل په وسېله هغه مهال وتښتېدو چې کله د هغه جنګېالي په چټک ډول د امريکايانوله خوا چا چې په افغانستان تېری کاوه تارومار شول .
د نړۍ ډيرو برخو کې د هغه ( ملا عمر ) ايسته کول ولمانځل شول او افغانانو د نجونو د زده کړې ، موسېقۍ او عادې ساتېريو په بېرته راستنېدو، چې د بېرحمه بنسټپال حکومت له خوا غېر قانونې شوي وې ، خوشالې څرګنده کړه .
اته کاله وروسته ، ملا محمدعمر د يو بغاوت لارښوونه وکړه چې هغې د امريکا او ناټو د ښوسمبال شوي ځواکونوپه وړاندي د افغانستان په زياتو برخو کې پرله پسې پرمختګ وکړ . هغه د اوباما د ادارې په وړاندي زورونکې امنيتي سيالې رامېنځته کړه ، د جمهور ريس سلاکاران يې بابېزه کړل ، ډموکراتان يې وويشل او زيات امريکايان يې نهيلې يا نا اميده کړل .
« دا يو عجيب داستان دی » دا خبره دامريکا دمرکزي استخباراتې ادارې (سي اي ای ) پخوانې افسر بروس ريډل،هغه چا چې په پسرلي کې د اوباما د ادارې د افغان پالېسۍ د لمړنۍ کتنې د انسجام دنده پر غاړه درلوده ، وکړه . ًملاعمر د منځنۍ کچې زده کړيوال دی چې په ټول عمر کې يې د څو تنوغېرمسلمانو برسېره د نورو سره نه دې لېدلې . هغه د معاصر تاريخ د ډيروغېرعادې پوځي بېرته را تګونوله جملې څخه يو ننداري ته وړاندي کړی ً.
امريکايې مامورين ددغه بېرته را تګ اهميت داسې تول او ترازوکوي : ايا په دې وروستېو وختونو کې په زيرکانه توګه د طالبانو د لورې بدلوني تاکتېکونه د ملا عمر د زکاوت له کبله دې ، يا هغه د پاکستاني استخباراتو ملاتړ له ځانه سره لري ؟ ايا خبري اتري به پر طالبانولکه چې د ملاعمرد سپتمبر د ۱۹ مې نيټې په وينا کې ورته ګوته نېول شوي اغېزمنې پريوځې اويا د هغه شبکه کېدلاي شي له يو شمېر نورو لارو وويشل شي او کمزوري شي ؟ ايا د طالبانو پوره ماتې ددې لپاره اړينه ده چې افغانستان بيا هيڅکله د القاعدي په پټنځاي بدل نه شي ؟
د امريکا د ګېچ کوونکې پالېسۍ په زړه کې سړی ( ملاعمر) ،چې د خيالې کيسې په بڼه دهغه د پلويا نوله خوا د هغه سره د مينې څرګندونه کېږي اود نړيوالواستخباراتې اجنسيو له لوري د هغه په اړه اټکلونه صورت مومې په يورازاو مضمون اوښتې . هغه د بيلا بېلو رپوټونو له رويه په ۱۹۵۰ يا ۱۹۵۹ يا ۱۹۶۰ يا ۱۹۶۲کې زيږيدلی دی ، هغه ښايې نېږدې کويټې ، پاکستان او يا هم د افغاني کلې په کومه برخه کې غلی شوی وې . هېڅوک په دې اړه ډاډ نه لري .
ًهغه په ښکاره ځان نه شي ښودلی ؛ په هغه پسې ډير کسان څار کوي ً، هغه سترګه چې په ۱۹۸۰ مو کې يې د روسانو په ډ زو کې دلاسه ورکړي ، د ملا عمر د پېژندلو امکان يې زيات کړی ، دا خبره الکس سټرايک وان لېنسکوټن کړي ، څوک چې په هالنډ کې زيږيدلی اولېکوال دی ، په کندهار کې اوسېږي چېري چې د ملا عمر خوځښت پېل شوی وو اوهغه همدارنګه د طالبانو د پخوانې چارواکې سره مرسته وکړه څو د ژوند خاطري ولېکي .
ښاغلي سټرايک وان لېنسکوټن وويل : ًيوازي څلور يا پنځه تنه دي چې ملا عمر ته پيغام استولی شي ً. ًپسله دې د خلکو بله کړۍ شته چې ددې څلورو يا پنځو تنو سره اړيکې ټېنګوي ً.
رحيم الله يوسفزی د پاکستاني رسنۍ (دې نيوزانټرنشنل ) له اړخه د ۲۰۰۱ څخه د مخه څو ځله د ملا محمد عمر سره مرکه کړي وه ًهغه يې لږويونکی او د نړيوالو مسالو په هکله د کمې پوهي لرونکی وباله .ً لېکن د هغه عاجزۍ او خاکسارۍ ، په ۱۹۸۰ کې د شوروي يرغلګرو په وړاندي د بېرحمه جګړه مار په څېرد هغه کيسو ، د قانون ماتونې ـ وينې تويونکو جنګسالارانو اود ۱۹۹۰ په لمړيو کې د تربګنيو او دښمنيو د له مينځه وړلو کړنودهغه واک پياوړی کړ .
ً د هغه ملاتړي دهغه سره مينه لري، په هغه عقېده کوي اود هغه لپاره ځانونه قربانويً ځينې وختونه ان داچې د طالبانو چارواکې هغه کله ـ کله لېدلاي شې ، ملاعمر ًيو الهام ګرځېدلی چې خپلو ملګرو اوجنګياليو ته ليکل شوي پاڼې او ثبت شوي فيتې استوي،ٌ دا خبره ښاغلي يوسفزي وکړه .
په دې وروستۍ ارزيابۍ کې چې په افغانستان کې د امريکا د جګپوړي قوماندان جنرال ستانلي ای مېک کريستال له خوا شوي ، طالبان يې د بغاوت کوونکو د مهمې برخې په توګه پېژندلي ، چې په ًخپلواکه توګه ً د ګروپونو په څېرددوه مشهورو جنګسالارانو په لارښوونه هماهنګې تامينوي . هغه دې نتيجې ته رسيدلی چې ً باغيان په اوسنېو شېبو کې نوښت په لاس کې لري ً او ًپه ټوله کې حالت د پيچلتيا په لور درومې ٌ.
د ملاعمر په وينا کې چې ، د هرو دوو اخترونو د کلنيو رخصتيو په وخت کې د هغه په نامه د يوې سلسلې په توګه خپره شوه ګټ مټ داسې يوه شننه يا تحلېل وړاندي شوی . هغه او يا دهغه ارواح لېکوونکي په اوسنۍ لحظه کې د دوښمن ً د ډيري پرمختللې او دلوړي کچې تکنالوژیً په وړاندي ًد زړورو مجاهدينو ًد بريا ووستاينه کړي او وايې چې د طالبانوحرکت ً د برياليتوب څنډي ته ورلنډ شوي ً.
په انزوا کې د پاتې کېدو سره ، سره هغه د غربې عامه افکارو څخه زياته خبرتيا ښېي ، په افغانستان کې د بهرنيو پوځونو تاريخي راشه درشه ته په اشاري هغه وايې ( ًموږ د انګريز يرغلګرو سره ۸۰ کاله جنګېد لي يوً ) او د ولسمشرۍ لپاره د اوسنېوټاکنود درغليو د غندلو په ترځ کې هغه د امريکا په مشرۍ ځواکونو څخه يوه پوښتنه کوي ، ًچې په تېرو اتو کلونو کې هغوي څه شی په لاس راوړل؟ ً
د امريکا پوځي اواستخباراتي شنونکې وايې چې طالبانو په پريکړونې توګه يو څه شيان ترلاسه کړي . دوې افغان طالبان يو متمايز حرکت اودجنګياليو داسې غير متمرکزه شبکه بولي چې بيلابېل تحرکات اوانګېزي لري ، هغوي دافغان حکومت او بهرنيو ځواکونو سره ددښمنۍ او ملاعمر ته د وفادارۍ په نامه راټول شوي .
طالبانو په کوچنيو ګوريلايې ګروپونو کې خپل جنګيالې ځاي پرځاي کړي د ځانمرګې بمونو اوپرمختللي چاودونکو الاتو استعمال يې چټک کړی . نوموړي حرکت د خپلې سهيلې پوځې قرارګا څخه دشمال او غرب په لور پوځې عمليات غزولي او پر ناټو يې زور اچولی چې د هغې ځواکونه ترغې په ترغې شي .
ورځنې تصمېمونه د ملاعمر د مرستيلانو له خوا نېول کيږي ، په ځانګړي ډول د ملا برادر له خوا چې ماهر او د عملي ساحي قوماندان دی ، دا هغه څوک دی چې د طالبانو د قوماندانانو او د طالبانو له اړخه د هېواد په ډيره برخه کې ددوي له خوا د موازي مقررشوي واليانو سره غونډي کوي . دا خبره څېړونکو وکړه .
ملا عمر د طالبانو د لارښودي شورا ، او يا هم د کويټې د شورا (د ۲۰۰۲ کال راهيسې چې يې په پاکستانې ښارکې موقعيت نېولی ) مشر دی . شورا د طالب قوماندانانو څخه جوړه ده ، ًاود کمونست ګوند د سياسي بېرو په توګه عمل کوي ً پراخه ستراتېژي ټاکې ، پاکستانې ژورناليست ښاغلي يوسفزي وويل . جنرال مېک کريستال په خپله ارزونه کې ليکلي چې دا شورا ًپه هر ژمي کې دجدوجهد رسمې کتنه کوي چې پسله هغې ملاعمر دراتلونکې کال لپاره خپل هدايت او تصمېم اعلانوي .ً
د اوهاما د نبراسکا په پوهنتون کې د افغانستان د کتنو د مرکز مدير توماس اې ګوټېرې ويلې چې ً د يوي سمبوليکې څېري په توګه ، ملاعمرد طالبانو لپاره په مرکز باندي د راڅرخېدونکې قوي په څېر اوښتی ً، ورته رول لوبوي لکه چې يې اسامه بن لادن ‏په القاعده کې لوبوي . لېکن ډاکټر ګوټېري د طالبانو د هر پوځې بريا نبوغ او لياقت د طالبانو په برخه کې د ملاعمر له وجې نه بولي بلکه په زياته اندازه هغه د پاکستان د استخباراتو د اداري او دالقاعدي د نړيوالومشاورينو له امله بولي .
غربي او افغاني سرچينې د ملاعمر د ژوند ليک په ساده شکلبندی سره سلا دي : هغه په کلي کې زيږيدلی دی ، ډيري لږې اسلامي زده کړي يې کړيدي ، د مجاهديو سره يې د شوروي پوځ پرخلاف جګړه پر مخ بېولي او په ۱۹۹۴ کې يې طالبان مينځته راوستې . ځينې رپوټونه وايې چې هغه واده کړی او دوه زامن لري .
د سختګېره او په مذهب کې د تصفيې اوساده ګۍ راوستونکو زده کوونکو د لارښود په توګه د هغه راوتل او وروسته له دې پلازمينې کابل پوري جنګېدل د ځېنوکارپوهانو په قول ښايې د هغه د زيات خپوالې له کبله وي . هغه د ملګرو او دوښمنانو په مينځ کې يو ځلېدونکی جنګسالار نه وو، اونه هم د طالبانو د ضمانت کوونکې پاکستانې استخباراتې سرويس د مديريت لپاره د ښې راتلونکې خاوند وو. ٌهغه د ټلوالۍ نه لرلو موقف درلود چې هغه يې ګټندوي کړً ، مستر سترايک وان وينسکوټن وويل .
د جهادي رپوټونو له مخې ، د ملاعمر کيسه د افسانوي احساس نه ډ که ده : ًد ځوانۍ د جوش په وخت کې د بېدينانوپرخلاف اودهغوي د ليکو د ترورولو په موخه پرمخ ولاړً ، دا خبره د اسلامي اطلاعاتې اژانس له پلوه په نيټه نه لرونکې ۱۰ مخېزه بيوګرافۍ کې شوي ، په هغې کې ويل کېږي چې څرنګه هغه يو وخت د پېروي اونورو خوړوڅخه ډډه کړي وه ، ً او ترجېح يې ورکوله چې يوه کاسه شوروا او وچه ډوډۍ وخوريً .
د طالبانو فولکلور، په ۱۹۸۰ موکې د هغه د زړورتيا اود ټپې شوي سترګې د ايستلو او جګړو ؛ د ۱۹۹۰مو په نېمايې کې د هغه خوب لېدو څخه چې په هغې کې پېغمبرمحمد ( ص ) هغه ته ويلې وه چې هغه به افغانستان ته سوله راولي ؛ په ۱۹۹۶کې د ملاعمر له خوا دهغې جامې اغوستلوڅخه چې فکرکېږي هغه د پېغمبرکالي دي اود ًايماندار قوماندانً د لقب د ګټلو ، يادونه کوي .
په کوم کال چې ښاغلي بن لادن خپله قرارګاه افغانستان ته راوړه . دهغې ورځې څخه وروسته به امريکايې مامورينو ته دالقاعدي سره د ملاعمر داړيکو د شتوالي په برخه کې مرکزي سوال پېدا شوی وي .
په ۱۹۹۸ کې دوه ورځې وروسته کله چې امريکايانو کروز توغندي د بن لادن د وژلود ناکامه هڅې په ترځ کې د القاعدي په روزنځايونو وغورزول ، ملاعمر په حېرانونکې ډول د امريکا د بهرنيو چارو د ادارې مامور اې . ملېنوسکې ته تېلفون وکړ، هغه په خپل دالان کې د سهار په دوه نېمو بجوغوږۍ پورته کړه . د ريکارډ کوونې د بې نظمۍ د شتوالې سره ـ سره ملاعمر په تروريسم کې د ګډون له درکه د القاعدي د مشر ثبوت وغوښت . ( ملاعمر همدارنګه وړانديز کړی وو چې د اسلامي نړی سره د امريکا د اړيکو د جوړولو په موخه ،جمهور ريس بېل کلېنتون بايد استعفا ورکړي .)
ښاغلي بن لادن ، د طالبانو د مشر د پاملرنې د راګرځولوپه موخه ، د وفادارۍ لوړه وکړه او دا لږ زده کړی سړی يې د اسلام تاريخې لارښود وباله . په هغه مشورتې لېک کې چې بن لادن د ۲۰۰۱ د اکتوبر په ۳ ملاعمر ته ليکلی وو، او هغه د القاعدي د کمپيوټر د ډاټابېس څخه د وال سټريټ ژورنال له خوا را اخيستل شوی وو، زيات صفت شوی ( ًزه غواړم ټينګار وکړم د رښتيا څخه د هغه درک له مخې چې يې لرو ته زموږ امېر يې ٌ) .
د امريکا د متحده ايالاتو او انډيوالانو دزيات فشار له کبله چې ښاغلی بن لادن محوه کړي ، ملاعمرموافقه نه درلوده ، له دې کبله يې د طالبانو د نسکوريدو په وخت کې ډوبونکې بيه ورکړه .
ريچارډ باريټ د برتانيا داستخباراتو پخوانې مامور او د ملګروملتو لپاره په القاعدې او طالبانو اوسنۍ څارونکی داسې دلېل راوړي چې ملاعمر د ۲۰۰۱ څخه درس اخيستی . که چېري طالبان بېرته واک تر لاس کړي ، ً هغوي ارزو نه لري چې د القاعدي سره عبث وخت تېر کړي ً.
هغه زياتوي ، ً دوي غواړي دداسې ويلو وړتيا پېداکړي چې ، ً موږ مسوليت لرونکی حکومت يو ً
په يقېن سره چې ملاعمر د سپتمبرد ۱۹مې نيټې په وينا کې داسې څرګندونې کړي دي : ٌموږ ټولو هېوادونو ته ډاډ ورکوو چې د افغانستان اسلامي امارت به ، يو مسوليت لرونکی ځواک وي ، اونورو ته به د خطر د جوړيدو په موخه لاسونه اوږده نه کړي ً
ښاغلې ريډل چاچې د افغانستان په باب د سټراټېژۍ د سنجولواوسر له نوې پرهغې د بيا فکرکولومرسته کړي ، ًد يوې زيرکانه پروپاګندې ً په توګه يې په داسې اعلامېو ملنډي وهلې .
ًموږ ۱۳ کاله هڅه وکړه چې طالبان د القاعدي څخه بېل کړو اوبن لادن محوه کړو، او دوي داسې ونه کړل ً، دا خبره ښاغلې ريډل وکړه . ٌداچې څه ډول تړاو ددوي ترمينځ شته ، دا د وخت په ازميښت اړه لري ً.
پای