تا خوبونه رانه وړي

د لراوبر اداره | اکتوبر 24th, 2009


توروشپوپه شوګيروکې تاخوبونه رانه وړي
ماته مه راځه ګلابه تا شعرونه رانه وړي
****
دننګونوحماسو ته نغمه ګرددې وختو يم
اسارت منلې نه شم زه بيان دتاريخويم
دوطن دمينې شوريم دغيرت دنغموزوريم
حماسي چې ويښومه پښتنولره يوشوريم
****
 تادخپل مينې داستان کې غزلونه رانه وړي
ماته مه راځه ګلابه تاخوبونه رانه وړي
****
دړندی دسترګو مينه يمه شوربه رانه واخلی
حماسي چې پارومه هغه زوربه رانه واخلی
دپښتون دننګ شمله يم دوطن دلوړوغرونو
دقفقاز دښايستونوهغه کوربه رانه واخلی
****
افسانو دمحبت  کې تا خيالونه رانه وړي
ماته مه راځه ګلابه تاخوبونه رانه وړي
****
ته مې پريږده چې ډيوه شم دغازيانوهديروته
خپل دګران افغانستان د شهيدانو مزارو ته
دسولې سپين کوتره غم ځپلي ولسو ته
ډک ځولې کې ګرځومه غيرتونه پښتنوته
****
زرلښته د وختويم  تا سوچونه رانه وړي
 ما ته مه راځه ګلابه تاخوبونه رانه وړي

Copyright Larawbar 2007-2024