کور / تازه خبرونه / جنوبي وزيرستان: 7 پوځيان او 40 جنګيالي وژل سوي

جنوبي وزيرستان: 7 پوځيان او 40 جنګيالي وژل سوي

د جنوبي وزيرستان په سره روغه سيمه کي تيره شپه د پاکستاني پوځيانو د يوه بريد پر مهال دپاکستان پوځ په وينا ۴۰ سخت دريځي وسله وسلوال وژلي دي ، د ډايرکټر جنرال آی ايس پي آر منيجر اطهر عباس په وينا ددوی پوځيانو د سره روغه پر سيمه باندي د يرغمل پر مهال په راکټي بريد کي څلوېښت تنه وسله وال وژل سوي دي ، نوموړی وايي په دې جګړه کي ددوی اووه سرتيري هم په دې جګړه کي وژل سوي دي .


اطهر عباس وايي چي دوه سوو تنو لومړی ددوی پر يوه نظامي مرکز باندي بريد وکړ چي وروسته ددوی له خوا تر بريد لاندي راغلل .