کور / z_buitenland_news -- 5 / عراق:ځانمرګي بريد اته تنه ووژل او 7 يې ټپيان کړل

عراق:ځانمرګي بريد اته تنه ووژل او 7 يې ټپيان کړل

 


د عراق په پلازمېنه بغداد کي نن سهار يوې ښځي په ځان پوري تړلي چاوديدونکي توکي د خلکو په منځ کي وچول ، د ځان په ګډون يې اته نفره نور ووژل  او اووه تنه يې ټپيان کړل .


د لومړنيو خبرونو پر اساس ويلي سوي چي دا ځانمرګی بريد د بغداد په شمالي سيمه کي د يوې ښځي له خوا ترسره سو . د چاودني سمدستي وروسته د پېښي سيمه د امنيتي کسانو له خوا کلابنده سوه ، زخميان سمدستي روغتون ته ولېږدول سول او په سيمه کي د عراقي امنيتي چارواکو لخوا پلټني جريان لري .