کور / z_buitenland_news -- 5 / عرب امارت:طوفاني بارانونو مرګ ژوبله اړولې ده

عرب امارت:طوفاني بارانونو مرګ ژوبله اړولې ده

 لراوبر ابوظبي – عرب امارات


په متحده عرب اماراتو کي وروستيو بارانونو شپږ تنه وژلي او په لسګونو تنه يې ژوبل کړي دي . د سختو بارانونو له امله د ډوبی او شارجې تر منځ لويه لاره هم د ترافيکو پر مخ تړلې سوې ده . د رارسيدلو خبرونو له مخي په عرب اماراتو کي د سختو بارانونو دا لړۍ د تيري شنبې راهيسي راونه ده  چي له امله يې د عرب اماراتو ځيني غټ ښارونه لکه ډوبۍ ، شارجه او شمالي سيمي تر نورو ډيري اغېزمني سوي دي .


په ډوبۍ ، ابوظبۍ ، عجمان او شارجه کي د بارانونو او طوفان له امله تر اوسه زر ترافيکي پېښي ثبت سوي دي ، له ډوبۍ څخه د لراوبر ويبپاڼي همکار خبر راکوي چي مرګ ژوبله هم تر ډيره ځايه په ترافيکو پېښو کي رامنځته سوې ده .


د يادوني وړ ده چي د ۱۹۸۶  نولس سوه شپږ اتيا عيسوي کال راهيسي  يا په تيرو شلو کالو کي دا لومړی ځل دی چي په دې سيمه کي داسي سخت بارانونه کيږي .