کور / z_buitenland_news -- 5 / سعودي عرب:سږکال ژمی به تر ټولو سوړ ژمی وي

سعودي عرب:سږکال ژمی به تر ټولو سوړ ژمی وي

 


د سعودي عربستان په شمال کي به سږکال د تودوخي درجه تر ټولو کښته درجې ته ورسيږي او له دې ډول سږنئ ژمی د سعودي د شمالي سيمو لپاره تر ټولو سوړ ژمی وي .


په جده ، مکه مکرمه ، تبوک او مدينه منوره کي د نورو کلونو په پرتله د هوا سړښت مخ پر ډېرېدو دئ . د سعودي عربستان  هوا پوهانو د معلوماتو له مخي سږ کال د رياض او سعودي په  شمالي سيمو کي د هوا سړښت د ټولو تيرو کلونو په پرتله دريکارډ تر پولي رسيږي . دغه ډول يو شمېر هوا پوهانو ددې اوونۍ په وروستيو کي د سعودي عربستان په يو شمېر سيمو کي د باران وريدو امکان سته .


په مکه مکرمه ، تبوک  ، مدينه منوره او يو شمېر نورو ښارونو کي د تيري شپې د سړې هوا له امله اوس هلته د تودوښي درجه مخ پر کښته کېدو ده ، تر ډيرو کلونو وروسته په سعودي کي د سړې هوا څخه د ځان ساتلو په مقصد د تودو کاليو استعمال شروع سوی دی .