موري !
لپه کړه لاسونه مورې تږی يم
لاس د دعا راکړه اوبو وړی يم
سرې کرښې پر سپينو کاڼو ولوله!
سترګو کې غزل شوګير ليکلی یم
څنګه د نامردو لاس کې پرېوتم
يښی په ميدان د جمعې مړی يم
دې کرم ته ګوره چې ځانمرګو نه
ژبې غوندې خوله کې يې ساتلی يم