کور / اسلامي / د حسن حسين(محرم) د مياشتي لومړۍ لس ورځي

د حسن حسين(محرم) د مياشتي لومړۍ لس ورځي


حضرت انس (رض) د رسول الله (ص) څخه روايت کړئ دئ:


څوک چي په اوله جمعه د حسن حسين د مياشتي (محرم الحرام) روژه ونيسي؛ الله  (ج) به تېر ګناهونه ټول ور بخښي، که چيري درې ورځي روژه پکښې ونيوله (پنجشنبه، جمعه او شنبه) نو الله  (ج) به د نهه سوه کاله عبادت ثواب ور وليکي .


د طبراني په يو روايت کښي راغلي دي:


د حسن حسين د مياشتي يوه ورځ روژه د نورو مياشتو د ديرشو روژو سره برابره ده.


عائشې صديقې (رض عنها) ويلي دي چي رسول الله (ص) ويلي دي :


څوک چي د حسن حسين د مياشتي لومړۍ لس ورځي روژه ونيسي د عاشورا تر ورځي پوري (د محرم تر لسمي ورځي پوري) نو الله (ج) به جنت فردوس اعلَي ور په نصيب ورکړي .


د رسول الله (ص) څخه روايت دئ:


څوک چي د عاشورا (حسن حسين د مياشتي لسمه) ورځ روژه ونيسي نو الله (ج) به د زرو حجونو، زرو عمرو او زرو شهيدانو قواب ور کړي، الله (ج) به دومري قواب ورکړي لکه منځ د مشرق او مغرب، دومري قواب به تر لاسه کړي؛ لکه زر مره يان چي د اولاده څخه د اسماعيل (ع) ازاد کړي؛ الله (ج) به زر ماڼۍ په جنت کښي ورکړي او اور د دوږخ به الله (ج) پرې حــــــــــــــرام کړي .




  • اصحاب کهف چي د الله (ج) په قدرت د سوو کلونو راهيسي ژوندي او بيده دي؛ په يو غار کښي؛ د عاشورا په ورځ د يوه اړخ څخه بل اړخ ته اوړي (په لسمه د حسن حسين د مياشتي ) .
    دې ورځي ته ځکه د عاشورا ورځ وايي چي الله (ج) پدې ورځ کښي د يوې ډلې انبياؤ  اِکــــرام کړئ دئ .

 




  • الله (ج) پدې ورځ ادم (ع)  صفي الله و ګرځاوه، ادريس (ع) يې پورته کړئ، د نوح (ع) کښتۍ پدې ورځ پر جودي غره باندي ودرېده وروسته تر دې چي د اوبو پر سر يو سلو پنځوس ورځي (۱۵۰) ګرځېدلې وه، الله (ج) پدې ورځ کښي داؤد (ع) ته مغقرت وکړئ، د سليمان (ع) څخه چي  باچهي يې د لاسه وتلې وه؛ الله (ج) پدې ورځ بيرته باچهي ورکړه؛ (….) .

 




  • الله (ج) پدې ورځ کښي اِکــــرام د يونس (ع) وکړئ چي د ماهي له نس څخه را و ايستئ؛ چي په درياب کښي ماهي تېر کړئ وو او هغه ماهی بيا بل ماهي تېر کړئ وو او څلوېښت ورځي يې د ماهي په نس کښي تېري کړي وې.

 




  • حضرت ايوب (ع) چي په ډېره سخته ناروغي اخته وو؛ الله (ج) پدې ورځ له ناروغۍ څخه خلاص کړئ .

 




  • حضرت يوسف (ع) چي د خپل پلار څخه څلوېښت کاله ورک وو په بل روايت اتيا کاله ورک وو؛ پلار يې د ډېره غمه په سترګو ورپسي ړوند سوئ وو؛ پدې ورځ الله (ج) د خپل ورک زوی سره يو ځای کړ .

 




  • حضرت عيسي (ع) الله پاک د عاشورا په ورځ پيدا کړئ دئ او پدې ورځ يې اسمانو ته پورته کړئ دئ .

 




  • حضرت سيدنا محمد (ص) پدې مبارکه ورځ د حضرت خديجې (رض عنها) سره نکاح وکړه .

 




  • الله (ج) پدې ورځ اسمانونه، مځکي، قلم، ادم (ع) او حوا (رض عنها) پيداکړي دي او قيامت به هم په همدې ورځ قائيميږي .

نزهة المجالس ليکلي دي:


څوک چي پدې ورځ روطه ونيسي دومري ثواب لري لکه ټوله عمر چي روژه ونيسي، څوک چي پدې ورځ د يتيم پر سر لاس تېر کړي؛ الله (ج) به د هر بېښته په بدله کښي يوه درخته په جنت کښي ور کړي، څوک چي پدز ورځ کښي خيرات وکړي؛ دومري قواب لري لکه د مځکي د مخ ټولو مسکينانو ته چي خيرات ور کړي او هيڅوک ځني پاته نه سي، څوک چي پدې ورځ کښي ورک سړي ته لار وښيي يا بله لارښوونه ورته وکړي؛ الله (ج) به يې زړه د نور څخه ور ډک کړي .


څوک چي پدې ورځ کښي خپل درد (غصه) نوش کړي؛ الله (ج) به يې د راضيينو په ډله کښي وليکي، څوک چي پدې ورځ کښي د مسکين عزت وکړي؛ نو الله (ج) به يې په هغه ورځ عزت وکړي؛ چي په قبر کښي يې کښېږدي .


رسول الله (ص) ويلي دي :


څوک چي پدې ورځ کښي پر خپل عيال باندي د خوراک پراخـــوالی راولي؛ الله (ج) به پر ده باندي د رزق پراخـــوالی راولي . (رواه بيهقي) .


د رسول الله (ص) څخه روايت دئ :


څوک چي پدې ورځ کښي څلور رکعته نفل وکړي؛ په هر رکعت کښي يو وار الحمد لله او يوولس واره قل هو الله ووايي؛ الله (ج) به د پنځوسو کالو ګناهونه ور وبخښي او يو ممبر به د نور څخه ور جوړ کړي، څوک چي پدز ورځ کښي غسل وکړي ټوله کال به مريض نه سي بېله د مرګ له مرض څخه .


او څوک چي پدې ورځ سترګي توري کړي؛ پدغه کال کښي به يې سترګي ړندې نه سي؛ امام نسفي وايي چي د زړه سترګي به يې ړندې نه سي !!!


نزهة المجالس  جلد اول ، صفحه ۱۸۱


والله اعلم بالصواب





له (( سپېڅلي ورځي )) نومي کتاب څخه