کور / z_buitenland_news -- 5 / بوش دمنځنى ختېځ سفر پای ته ورساوه

بوش دمنځنى ختېځ سفر پای ته ورساوه

 


د امرېکا جمهور رئېس، جورج بوش  د چارشنبى په ورځ منځنى ختېځ ته خپل سفر په مصر کې پاېته ورساوه.  ښاغلى بوش، د مصر له جمهور رئېس حسنى مبارک سره، د سره سمندر کى په تفرېحى ځاى، شرم الشېخ کې ملاقات وکړ.  هغه ووېل دى به د سولې په هڅو کې خپل کوشش ته ادامه ورکړى. هغه زېاته کړه چې دى په خپله وېنا عمل کوى.  ښاغلى مبارک ووېل دى ددغو هلوځلو ملاتړ کوى چې د اسراېېلو او فلسطېن ترمنځ د سولى تړون په ېوکال کې سرته ورسېږى.  د امرېکا جمهور رئېس له مصر نه مننه وکړه چې د لبنان د حکومت ملاتړ ېې وکړ او وې وېل چې سورېه او اېران باېد د لبنان په سېاسى چاروکې خپلې لاسوهنى بندى کړى.