کور / تازه خبرونه / باميان: دايساف الوتکه ولوېدل

باميان: دايساف الوتکه ولوېدل

 


د باميان ولايت په يکاولنګ ولسوالي کي د ايساف ځواکونو يوه الوتکه لوېدلې ده ، د باميان ولايت يوه لوړ رتبه چارواکي چي نه يې غوښتل نوم يې ياد سي د پېښي تاييد کړی دی خو وايي چي تر اوسه معلومه نه ده چي الوتکه د تخنيکي ستونزو له امله لوېدلې ده او که ويشتل سوې ده . ايساف او طالب وسله والو تر اوسه د پېښي په اړه څه نه دي ويلي .