د لوګي ،سګر يټ، چرسو وهلو حکم

د لراوبر اداره | اکتوبر 26th, 2009



سګريټ  او همدا رنګه چرس وهل حرام دي . دليل يي د الله تعالی دغه قول دی:
( ولا تقتلوا انفسکم ان الله کان بکم رحيما )
ژباړه: او مه وژنۍ ځانونه په خپله يقينن الله تعالی وو په تاسی ډير رحم والا.
ولا تلقو بايديکم الی التهلکه)
ژباړه: او په خپلو لاسونو سره ځانونه هلاکت ته مه اچوۍ.
دطب له نګاه نه هم دغه شيان زيان رسوي، او هر شی چی زيان رسونکې
وي هماغه شی حرام دی .

له سنتونه: رسول الله (صلی الله عليه وسلم ) دمال ضايع کول منع کړيدي
ځکه رسول الله (صلی الله عليه وسلم ) فرمايلي دي . ( لا ضرر ولا ضرار )
ژباړه : زيان رسول او زيان منل نه شته دی .
او د دغو شيانو څښل د زيان سبب ګرځيږي، ځکه د دغو شيانو څښل انسان
له دغو شيانو سره تړي، او که انسان دغه شيان له لاسه ورکړي سينه يي تنګيږي، او دنيا هم ورباندی  تنګيږي . ځکه انسان په خپله داسی شيانو
باندی ځان اخته کړی وي، چی اړتيا يي ورته نه لرله .

Copyright Larawbar 2007-2024