بغداد : دوو پرله پسې چاودنو ۵۰۰ کسانو ته مرګژوبله واړوله video

د لراوبر اداره | اکتوبر 25th, 2009


عراقي پوليسو ويلي چي د يكشنبي د ورځي په دوو ځانمرګو بريدونو كي چي موخه يي د عدلي وزارت او د بغداد ولايتې شورا مقر وو لږ تر لږه 132 تنه وژلې او تر 320 نو يي ټپيان كړې دي.
د عرق حكومت د چاودنو پړه په القاعده تنظيم او زاړه ريژيم  په پاتي شونو اچولي ده .
د عراق لومړې وزير نور المالكې د پيښو د ځاې نه د څه ساعاتو وروسته ليدنه كړې خو د چاودنو په هكله يي څرګندوني نه دي كړې.
د عراقې حكومت وياند علې الدباغ ويلي چي د دغه ترهګر عمل چي القاعده او ملګرې يي تر شا دې موخه په عراق كي د راتلونكو ټول ټاكنو په وړاندي د بد امنيتۍ خنډ ودرول وي خو هغه زياته كړه چي د عراق حكومت   ټاكنو ته ژمن دې او په ټاكل شوي وخت به يي تر سره شي .
د چاودنو ځاي ته نيزدې سوداګريزو ودانيو او عامو ودانيو ته په لوړه كچه زيان رسيدلي .
امنيتي چارواكو ويلي چي ددواړو چاودنو تر منځ د ډيركم وخت فرق وو او هم دواړه چاودنی په 500 متره واټن كي شوي .




وېډيو :




Copyright Larawbar 2007-2024