دمڼو ساتلو لپاره سوړځای ګټي اخستني ته چمتو سو

د لراوبر اداره | اکتوبر 24th, 2009


دمیدان وردګ ولایت په مرکز کې دمڼو دزیرمې په موخه سړه خونه ګټې اخیستنې ته چمتو شوه د میدان وردګ ولایت په مرکز میدانښار کې دکرنې لیسې ترڅیرمه ددې ولایت دبڼوالو دټولنې لپاره د (۵۰۰) ټنو مڼو په ظرفیت یو سړه خونه د میشتی ترکیې ولایتي ډلې د (۵۰۰۰۰۰) لکو امریکایي ډالرو په ارزښت دمیدان وردګ ولایت والي او ترکې هېواد سفیر لخوا دپټۍ په پریکولو سره ګټې اخیستنې ته چمتو شوه.


 حليم فدايي د سوړځای پرانیسته دمڼولپاره په مارکیټ پیداکولو،دسمیې په اقتصاد، دخلکو دعوایدو په لوړولو او پرمختګ کې دپام وړ ګام وبللوو چې له امله به یې دسیمې اوسیدونکو ته سهولتونه او اسانتیاوې برابرې شي، دیادونې وړ ده چې دغه سړه خونه د (۵۰۰) ټنومڼوظرفیت لري چې دترکیې هېواد په څه باندې پنځو میلیونو ډالروپه ارزښت دیوکال په جریان کې په یو جریب ځمکه کې د ټولو اسانتیاوو او ماشینریوپه درلودلو سره جوړه شوې چې اوس مهال دبڼوالو اتحادي لخوا او دمیشتې ولایتي ډلې ترکیې په مالي لګښت دیوکال لپاره پرمخ وړل کیږي چې له امله به یې دخلکوپه عوایدو کې دپام وړ بدلون راشي او هم به ددې سړې خونې له لارې دهېواد نه بهر نورو هېوادونو ته په ښه کیفیت اوپه منظم پکیچ سره مڼې ولیږدول شي

Copyright Larawbar 2007-2024