کور / سياسي / دافغانستان قومي درز او انشعاب

دافغانستان قومي درز او انشعاب

 


د امريکا  وتلی سياسي مبصر محترم سليګ هاريسن  د نېشن په اونیزه کي د اکټوبر پر ۲۱ مه يوه ژوره او د اندېښنې وړ مقاله خپره کړې ده چي لوستل يې دهغو افغانانو لپاره ضروري ګڼم چي د هېواد د روان ويجاړ حالت په باب فکر کوي.  د ښاغلي سليګ هاريسن په ارتباط همدې ليکوال پخوا هم څه ليکلي او د هغه ځيني مقالې مي ترجمه کړي دي، نو بنا دلته يې داضافه  معرفي کولو اړتيا نه وينم.  خو دونه بايد زياته کړم چي ښاغلی سليګ هاريسن د حامد کرزي په مشرۍ حکومت د پښتنو لپاره نهايت زيانمن  او خطرناکه ګڼي چي زه  سل په سل کي ورسره  موافق يم، ځکه د حامد کرزي حکومت د پښتنو لپاره د ترياکو حيثیت لري چي رنګ او زيان  يې زموږ ، خو خوند او ګټه يې د نورو  ده.  مقاله ټوله  ژباړل سوې ده.


 


لوی سکندر، برتانوي راج، او  د شوروي سور  پوځ  باالاخره دې نتيجې ته ورسېدل چي پښتانه – کوم چي د هېواد اکثريت نفوس تشکیلوي-  به هرومرو يوه ورځ  د بهرني قواوو اواشغالګرانو پر خلاف يوموټي کېږي.  لکه څنګه چي  په پاکستان کي د (سي اې ې) د مرکز پخواني مشر، هاورډ هارټ،  پدې وروستيو کي نيویارک ټایمز اخبار ته ويلي وو، « په پښتني سيمو کي،  زموږ  تش حضور اصلي پرابلم دی. هر څونه زيات عسکر چي ور واستوو، په هغه اندازه به  مخالفت او مقاومت  لا غښتلی سي.»


 


د طالبانو د ښورښ  اصلي دليل د اشغال سره په  مخالفت کي نغښتی دی.   دا اشغال د پښتنو لپاره ځکه  کرغېړن او د منلو وړ نه دی چي د پښتنو په ګومان  متحده ايالات هغه کفري  طاقت دی چي په مينځي ختيځ  کي يې  پاليسۍ د هغوی مخالفت او کرکه راپاروي.  په تېره بيا چي متحده ايالات له اسرايلو څخه پرته له قيد او شرطه څخه  دفاع کوي.  همدا ملاتړ د مسلمانانو پر خلاف يو عمل ګڼل کېږي.  خو د طالبانو زور او قوت  نور دلايل هم لري.  د ځينو په اړه ډېري ليکني سوي دي، لکه د مخدره موادو پيسې، په عامه خلکو کي د فاسدو او فاسقو جنګسالارانو په وړاندي ژوره کرکه او غوسه، او له طالبانو سره د پنجاپي استخباراتو بېدريغه مرستي او حمايت. 


 


يو بل فکټور چي خورا زيات اهميت لري، مګر نه په عامه مناظرو او بحثونو کي او نه هم د افغانستان په هکله د اوباما د حکومت د پاليسيو په جوړولو کي پاملرنه  ورته  سوېده، او ښايي تر ټولو زيات اهميت ولري:  هغه  د افغانستان په  پوځ، پوليسو، او استخباراتو کي د تاجيکو مشرانو عام  و تام حاکميت او تسلط دی.  هغوی د امريکا په مټ په کابل کي قدرت ته ورسېدل، او اوس پر خپلو تاريخي رقيبانو- پښتنو- باندي بابايي او حکم چلوي. 


 


پښتون پاچاهانو د افغانستان له تاسیس  ۱۷۴۷  څخه بيا تر ۱۹۷۳ پوري کله چي سلطنت ړنګ سو، حکومت کاوه.  په لمړيو وختونو کي، د هغوی د حاکميت ساحه يوازي د پښتنو په اصلي سيمو یعني جنوب ا و شرق کي محدود وه، خو د افغان دولت په مدار مدار په شمال او غرب کي  د تاجيکانو، هزاره ګانو، او اوزبکو سيمو لاندي کړې.   نن ورځ پښتانه د افغانستان د ۲۸ ميلونو نفوسو   ۴۲ فيصده   تشکيلوي؛ تاجيکان د نفوس ۲۷ فيصده دي.  خو تاجيک جنرالان په کابل کي د قدرت ټول اساسي او حساس پوستونه اشغال کړي دي، ځکه د ۲۰۰۱ په ګډوډۍ کي کله چي امريکايي قواوو د طالبانو رژيم  ړنګ او سټ کړ، هغوی اتفاقا په مناسب وخت او  ځاي کي ناست ول. 


 


د شوروي د اشغال پر خلاف د مبارزې او مقاومت په جريان کي، تاجيکانو د پنجشير په دره کي يوه مليشا جوړه کړه چي د (سي اې ې) سره يې  اورګانيک تړاو لاره.  وروسته همدې مليشا په ګاونډو سيمو کي دنورو جنګياليو سره  ايتلاف وکړ او په نتيجه کي د شمال ايتلاف ترې جوړ سو. همدا ايتلاف د طالبانو پر ضد وجنګېد.  طالبانو له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پوري حکومت وکړ.  کله چي د متحده ايالاتو فاتح قوه کابل ته ور شوه کېدله، د شمال ايتلاف يې لکه سيوری تر شا خپ خپ روان وو.   متحده ايالاتو د يوې  ډلي  تاجيک جنرالانو سره مرسته وکړه چي د حامد کرزي  په نوي حکومت کي د امنيتي قواوو کليدي  پوستونه اشغال کړي. 


 


د بش حکومت غوښتل چي په لمړی سر کي موقتي حکومت ته پښتني رنګ او مخ ورکړي، همدا وجه وه چي د بش ادارې حامد کرزی د جمهورریس په توګه نصب او مقرره کړ.  حامد کرزي هم د (سي اې ې) سره اوږده سابقه لرله، او هم  یوازنی پښتون  وو چي د تاجيکو جنرالانو لپاره چي جنرال محمدفهيم يې مشري کوله، د منلو وړ کس وو.  جنرال فهيم  هغه پښتانه او نور مشران ويټو کړه چي د ظاهر خان سره يې تړاو لاره، د مثال په توګه عبدالستار سيرت.   متحده ايالاتو پرې نه ښودل چي ظاهر شاه د دوهم انتقالي حکومت جمهورريس سي.  همدې حکومت له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۰۴ پوري حکومت وکړ چي وروسته حامد کرزي انتخاب سو. 


 


اوس د حامد کرزي په حکومت کي تاجيکان  عام و تام اختیار او واک لري.  پدې وروستيو انتخاباتو کي چي ګومان کېږي پراخ تقلب او ټګي برګي پکښې سوې ده، د حامد کرزي لمړی مرستيال جنرال فهيم وو.  د پوځ لوی درستيز، بسم الله خان، تاجيک قومندانان هر ځای مقرره کړي دي، او تقريبا د پوځ  ۷۰ فيصده قومندانان تاجيکان دي چي تل په پوځ کي د پښتنو له داخلېدو او شتون سره مخالفت کوي.   د هېواد په ملي امنيت او  استخباراتو کي تاجيکان پوره واک لري، او په سيستماتيکه توګه هغه پښتانه مشران ازار او تعقيبوي چي د دوي کنټرول ته چلنج ورکوي. که چيري د حامد کرزي حريف، ډاکټر عبدالله چي نيمچه تاجيک دی  او د شمال ايتلاف پخوانی غړی دی، یا په ايتلافي حکومت کي ونډه واخلي او يا د دوهم پړاو انتخابات وګټي، د تاجيکانو پله  به څه نوره هم  درنه سي. 


 


متحده ايالاتو  په افغانستان کي په لوی لاس  خپل ځان په داسي مضيقې کي اچولي دی چي له هغې څخه په آب او عزت  د تښتي  او خلاصون هيڅ لاره نسته.  که چيري متحده ايالات  هڅه وکړي چي  د تاجيکانو واک ختم کړي، او د پښتنو د ملاتړ پاليسي غوره کړي، ضرور به د تاجيکانو له مقاومت سره مخامخ سي، او هم به يوه قومي داخلي جنګ ته لاره اواره کړي.  خو د فعلي شرايطو دوام به د پښتنو مخالفت او بېزاري لا ډېره کړي. 


 


نو  څه بايد وکړو؟


 


لمړی، په راتلونکو دريو کلونو کي دامريکايي ا و ناټو عسکرو د راايستلو لپاره باید يو تقسيم اوقات  جوړ سي، يوازي د لويو ښارونو ساتل او کابل ته د لويو لارو پر حفاظت باندي بايد ټينګار وسي.  دا هغه ضروري شرايط دي چي کېدای سي د طالبانو هغه ډلي مشخصي کړي چي غواړي دمحلي پښتني مشرانو سره د سولي خبرو ته کښېني. 


 


دوهم، د طالبانو سره د پنجاپي ملاتړ د جبران لپاره بايد اوسنۍ «افغان-پاک» ستراتيژي په یوې پراخي سيمه ايزي ستراتيژۍ باندي بدله سي چي هند، ايران، روسيه، چين، او تاجکيان هم پکښې ونډه ولري.  ځکه دا ټول ملکونه د طالبانو مخالف دي.  دا به له افغانستان څخه  د متحده ايالاتو د تدریجي راوتلو لپاره لاره اواره کړي.