کور / سياسي / دسـپتمـبر د يـوولسـمی حـملـه !

دسـپتمـبر د يـوولسـمی حـملـه !

دسـپتمـبر د يـوولسـمی حـملـه !


« يـوه څـرګـنـده  نـا څرګـنـدتـيـا »
نن پر امریکا د سپتمبر د یوولسمی د حملې شپږ مه کالیزه ده .دغې ستر ی پيښې د نړۍ لوری بدل او د تاریخ یون ګړندﺉ کړ . ددې حملې نن شپږ کاله پوره سوه خو هیچا هم په شواهدو سره دا ثابته نکړه چي هغه چا کړې او ولی ؟!  هره خوایی پر خپل سیال یا مخالف باندی تاوانوی . ځکه نو موږ وایو چي دا بیله شکه یوه معلومه نامعلومتیا ده . هغه داسی چي حمله خو څرګنده ده مګر کړونی یا عامل یې ناڅرګند دی .


لویدیځ حکومتونه او ډله ییزه رسنۍ هغه پر القاعده او بن لادن تاوانوی . صیهونیستی دولت او متعصب عیسوی مغرضین وایی چي مسلمانانو دا حمله وکړه . خو بیطرفه لویدیځوال بیا وایی چی یا ، دا صرف ۱۹ مسلما نو ځوانانو وکړه . حال دا چي اسلامي  امت او غربي ناقدین بیا هغه یوه « مرموزه دسیسه »  بولی چي په هماغه لویدیځ کي کومی استخباراتي شبکې تر سره کړیده . 


د سپتمبر د یوولسمې حمله د انسانی تاریخ هغه تر ټولو ستره مرموزه پيښه ده چي تر ځوابو یی سوالونه ډیر د ی. یعنی که یی له هری خوا او هردرکه و څیړو د هغسی پوښتنو سره به مخامخ سو چي ځواب به یې قطعاْ ونه مومو . نن زیات شمیر امریکایان پخپله د هغې په هکله شکمن او متردد دی چي دا چا وکړه . د هغې نظر پوښتنی څخه چي یو کال وړاندی په امریکا کی وسوه، ۳۳٪ امریکایان پدې فکر دی چي حکومت د سپتمبر د یوولسمی د حملو واقعیتونه پټوی، یا دا چي تر څه حده پخپله هم لاس پکښې لری . زیات شنونکی او انتقادکونکی وایی چي څو لسیزی نور به هم ددې حملو راز لوڅ نسی چي دا چا وکړه او وولی . ځکه هغه خورا ګڼی پوښتنی چي پدې هکله شته دی ، په تیرو شپږو کالو کي بی ځوابه پاته سوی دی . لدې نه علاوه، ډیرماهرین، متخصصین، کارپوهان، انجینیران،پروفیسوران د طیارو تخینک ګران، مهندسین او نور مسلکی پوهان یو لړ داسی علمی، عملي او تطبیقي انګیرنی وړاندي کوی چي په رښتیا هم داترې ثابتیږی چي نوموړې حمله یوه معلومه نامعلومتیا یعنی یوه پیچلې او مغلقه دسیسه ده . دغو ټکنالوجستانو خورا دقیق ویډیویی تحلیلونه او مستند فلمونه تهیه کړی چي داښي چي نړیواله سوداګریزه ودانۍ ولی سر پر سر رژیږی، د اطفاییې د مؤظفینو او نورو عینی شاهدانو مرکې واضح کوی چي هلته څو دقیقی مخکی چاودنی اوریدل کیږی ، د لومړنۍ ودانۍ ترچپه کیدو مخکی مځکه ریږدی او دا ښودل کیږی چي الوتکه څنګه په ودانۍ کي پدې یا هغه زاویه سره وهل کیږی، آیا دا طیاره وه که راکټ، په همدې ترتیب د هغی الوتکی د وزرونو اوږدوالی ښودل کیږی چي په پنټاګون کي وهل کیږی مګر د طیاری وزرونه ترې تم کیږی او اړونده تخریب سوی ځای له طیارې نه په مراتبو کوچنی دی . . . . 


په هرصورت، که څوک دا متعدد ویډیویی مستند فلمونه (     Documentaries) وګوری ، نو ډیر هغه تیاره، مبهم او شکمن ټکي به ورته روښانه او ثابت سی چي دا په رښتیا هم یوه خورا مرموزه ، له اسرارو ډکه او مغلقه پيښه او یوه څرګنده نا څرګندتیا ده .


   ځینی هغه عمده او حساسي پوښتنی چي پدې شپږو کالو کي بی ځوابه پاته سوی دی ، دا دی :


ـــ  ددې څلورو « تښتول سوو » الوتکو تور بکسونه څه سول  ؟  پدغو کوچنیو کمپیوټری صندقچو کي د طیاری ټول داخلی جریانات ثبتیږی  او هغه د ساتنی ګراډ په ۲۰۰۰ –  او ۲۰۰۰ + درجو کي له منځه نه ځی .


که دغه کوچنۍ جعبې له شفر ( کوډ) څخه خلاصی سی نو هر څه به معلوم او ثابت سی . مهمه پوښتنه لا دا چي د هغی الوتکی توربکس ولی پیدا نسو چي د پنسلوانیا په کرونده کي پرسپین میدان ولویده  ( یا وویشتل سوه )  ؟ جالبه خودا چي که پر دغو کوچنیو تورو بکسونو په زرګونو ټنه لوټی، ډبری او فلزی توټې هم ولویږی، بیا هم نه ماتیږی او نه هم له منځه ځي . خو پردې ټولوسر بیره دڅلورو واړو طیارو دغه بکسونه پدې شپږو کالو کي ونه میندل سول . د خورا حیرانۍ خبره او په اصطلاح « معجزه » لا دا ده چي د یو تن طیاره تښتونکی « تروریسټ » پاسپورت د همدې سوځیدلو او تباه سوو ورانوویجاړو له منځه روغ رمټ پیدا سو ! مګر څلور بکسونه د خپل ټول کلک والی سره سره لوټو او ډبرو وخوړل . پدې اړه پوښتنه دا ده چي دغه پاسپورټ چي صحی سلامت پاته دی (  !   ) چاوموند اوکله یې وموند او څنګه یې وموند ؟ ځواب نسته خو پاسپورټ سته !


*      بله بی ځوابه پوښتنه هم دا ده چي ولی جټ الوتکو د تښتول سوو طیارو لخوا ددې فریادونو سره سره چي موږ تښتول سوی  یو مداخله ونکړه ؟


*    د امنیت هغه غونډه چي د همدې ورځي لپاره رابلل سوې وه ، ولی د نړیوالی سوداګریزه ودانۍ د ریاست لخوا یوه ورځ مخکی ( یعنی د سپتمبر پر لسمه ) فسخ سوه ؟
*   هغوی څنګه دا تروریسټان » دومره ژر معلوم او تشخیص کړل ؟


*    ددې تروریسټانو موټرونه د هوایی ډګر په هغه ستر پارکینګ کي چي په زرګونو موټران پکښې پارک وو څنګه دومره ژر معلوم سول ؟


ــ     ولې پدې څلورو طیارو کي آن یو « بیګناه » مسلمان هم سپور نه و ؟ حال دا چي صرف همدا نولس مسلمانان وو او بس ؟


*    ولی د مسافرینو په لیست کي ددغو ۱۹ تښتو نکو نومونه ترپیښې دو ې ورځي وروسته لا هم شامل نه وو ؟


*    آیا یو څوک ورغی او د مسافرینو په لیست کي یی فقط د همدغونولس کسانو نومونه د تښتونکو په تو ګه مشخص کړل ؟


* ولی په هغه لیست  کي چي « یونایټد ایرلاینز ، او امریکن ایرلاینز»  CNN ته  ورکړ ددغو ۱۹ کسانو څخه د هیچا نوم هم نشته دی ؟


* د هغو څو کسانو په هکله څه ویل کیږی چي لومړی يی د ۱۹ تښتونکو په لړ کي نومونه ذکر کړی وو، خو وروسته معلوم سول چي هغوی ژوندی دی ؟


*   ولی عطا خپل بکس په هوایی ډګر کی پریښود ؟ آیا پدې چي ځان د طیاره تښتونکی په توګه رسوا کړی ؟ ولی کوم مسول نفر هغه طیارې ته نه وروړ ؟ دا بکس چا پیدا کړ ؟ موږ څنګه داومنو چي هغه د عطا بکس دی؟


*   عطا ولی په خپل دغه « بکس  ! ! » کي یوه ویډیو ، ( چي نوم یی دی : څنګه الوتکی په هوا کړو ) ، خپل یونیفورم، او خپل


  وروستی تصمیم یا اعلامیه پریښودل ؟ آیا هغه غوښته چي دنیا خبره کړی چي زه انتحاری عمل کوم ؟


*    عطا ولی خپل د موټر چلولو لایسنس په کرایه کړ ي موټر کي پريښود ؟ پدې چي ځان رسوا کړی ؟


*   ولی ایف بی آی د هوایی ترافیک د کنټرول اسناد نه خپروی تر څو دا ثابته سی چي د تښتولو قضیه څنګه پيښه سوه ؟


*   ولی ایف بی آی د الوتنی د معلوماتو کمپیوتری ثبت سوی معلومات نه خپاره کوی ؟


*    ددغو ۱۹طیاره تښتونکو عکسونه دومره ژر له کومه سول ؟


*    ولی اسامه بن لادن هماغه مهال ( یعنی د ۲۰۰۱ په سپتمبر کي ) د امت په مجله کي اعلان وکړ چي ما پدې حمله کي لاس نه درلود ؟


*   د حملې په ورځ د پاکستان د آی ایس آی د لوی ريس جنرال محمود احمد شتون په واشنګټن کي په څه هدف و ؟


*    آیا بن لادن په رښتیا هم د ۲۰۰۱په جولای کي ( ترحملې درې میاشتی مخکی) ددوبـئ په  یو امریکایی روغتون کي بستر و؟


آیا هغه د جولای پر څلرمه دیو پرواز له لاری د کویټی پاکستان څخه دغه امریکایی روغتون ته راورسید ؟


آیا پدی روغتون کي د جولای د څلورمی څخه تر یوولسمې پوری بستر و ؟ ولي هیڅ اقدامونسو ؟


کله بوش دنړیوالی سوداګریزه ودانۍ په لومړنۍ ضربه خبرسو ؟ ولی هغه د دومره ستری حملې سره سره بیا هم د هماغه ښوونځي څخه نه راووت ؟


*   آیا ولید ارکیه د امریکا په « سیمی نول جیل » کي د حملې څخه یوه میاشت مخکی ایف بی آی خبر نکړ چي پر امریکا یوه حمله کیدونکی ده ؟ ایف بی آی پدې هکله څه وکړل ؟


*     آیا د فرانسې د استخباراتو رءـیس « ژان کلاد کوسرن » سي آی اې خبره نکړه چي پر امریکا یوه تروریسټي حمله کیدونکی ده ؟  آیا د ایټالیا د صدراعظم مرسیتال « جیان فرانکو فینی » سي آی اې ته خبر ورنکړ چي د امریکا پر ولسمشر باندی « د طیارې د استعمال له لاری » ،یوه تروریسټي حمله کیدونکې ده ؟ کله د مصر ولسمشر حسنی مبارک سي آی اې ته خبر ورکړ  چي پر امریکا باندی « د چاودیدونکو موادو څخه په یوه ډکه طیاره سره » حمله کیدونکې ده ؟ ولی دغه ټولی خبرتیاوی په  باک را نه وړل سوې ؟ که نه نو څه اقدامات سوی دی ؟


*  د لندن ټایمز ورځپاڼي راپور ورکړ چي د امریکا د فډرالی هوایی چلند  څخه يو چا سلمان رشدی ته خبر ورکړی چي د سپتمبر
   پر دریمه دې امریکا ته پرواز نه کوی . که دا رښتیا وی، نو هغه نفر څوک و ؟


*    آیا دفرانسې د تروریزم ضد څانګي رییس « ژان لوییس بروجری » د سپتمبر پر لسمه سي آی اې ته اخطار ورنکړ چي پر  امریکا یوه تروریسټي حمله کیدونکې ده ؟ که ځواب هوکی وی ، نو څه غبرګون وښودل سو ؟


*   د سان فرانسسکو کرونیکل د راپور له مخی ولی ښاروال « میربراون » ته یو چا خبر ورکړ چي د سپتمبر پر لسمه « خپل پرواز ته متوجه اوسی » ؟ که دا رښتیا وی نو هغه څوک و ؟


* کله د جرمنی د BND شبکې مشر « ډاکټر آګسټ هیننګ » سي آی اې ته خبر ورکړ چي « د منځني ختیځ تروریسټان نیت لری چي یوه ملکی طیاره وتښتوی » ؟ نو د سي آي اې عکس العمل څه و ؟ آیا نوموړي د هامبورګ په جیل کي یو ایراني ته  اجازه ورنکړه  چي د ۲۰۰۱ په دوبی کي سي آی اې ته خبر ورکړی چي پر امریکا یوه حمله کیدونکې ده ؟ نو څه غبرګون  وښودل سو ؟


* ولی امریکا د ۲۰۰۱ د سپتمبر پر لسمه ( د حملې څخه یوه ورځ مخکی ) اسلامی ویب پاڼی بندی کړې؟


*   ولی دپنټاګون څخه د کوم ګرویږونکی خبریال کتنی ته اجازه ورنکړه سوه ؟
*   ولي په پنسلوانیا کي د لویدلی طیاری فلزی ټوټی اته میله لیری وموندل سوې ؟ دوی دلیل راوړی چي دا طیاره مستقیماْ پر سر راولویده نو ځکه یی ګواکی کوچنی سوری جوړ کړ، خو دا چي ټوټې اته میله ( څه نا څه ۱۲ کیلومتره ) لیری میندل کیږی، معنا دا ده چي دا طیاره ویشتل سوې او یا دا چي دننه بمی چاودنه پکښې سویده . په هرصورت ، هغوی ولی خبریالانو ته اجازه ورنکړه چي د صحنې عکسونه واخلی او ويډیویی راپور تهیه کړی ؟


*    باالاخره، ولی د بوش اداره د سپتمبر د یوولسمې د پيښو د رښتیانیو او بیطرفانه ګرویږنو سره مخالفت کوی ؟


  هو ، دا ټول هغه عمده سوالونه دی چي پدې شپږو کالو کي ځواب نه دی ورکول سوی .  آیا اوس نو دانه سو ویلای چي د  سپتمبر د یوولسمې حمله په رښتیا هم یوه « څرګنده ناڅرګندتیا » ده ؟ خویوشی نن په اثبات رسیدلی دی او هغه دا چي «


 امریکایان ډیر هوښیارنه دی. هغوی فکر نه ورته کوی. هر څه چي ورته وویل سی هغه منی . دوی هغه څه چي ورته ویل کیږی،  نه امتحانوی .» ځکه به نو امریکایی ظلم پاي ته هم ونه رسیږی .
دامریکا یو تکړه پروفیسور او لیکوال « ډیوید ګریفن» د خپلو څیړنو په پای کي دې نتیجې ته رسیږی چي د سپتمبر د یوولسمې د حملو رسمي راپور « ضد او نقیض، نامکمل نا قابل قبول » دی او باید چي رښتیاني تحقیقات يې وسي.


ډاکټره لین مارګولیس چي د امریکا د «ساینس د ملی شورا » غړې ده، وایی چي دا څنګه ممکنه ده چي صرف ۱۹ عرب ځوانان او یو سړﺉ لس زره کیلومتره لیری له یو غار څخه دا خورا استادانه حمله طرح او عملي کړی . . . . نو ځکه زه غواړم څنګه چي رسمي راپور يې « غولونکی » دی، نو باید یوه بیطرفانه ګرویږنه یې وسی .


  ښه ګرانه لوستونکې، آیا اوس نو دانه سو ویلای چي د سپتمبر د یوولیسمې دحملې اصلي قربانیان په خاص ډول افغانان او عراقیان او په عام ډول هم رښتیانی مسلمانان دی ؟  باالاخره دانه سو ویلی چي د سپتمبر د یوولسمې د مرموزې حملې طرحه کونکي او عاملین هغه کسان دی چي ککرۍ يې د انسان خو ماغزه یې د شیطان دی ؟ 
هو ، دغه انسان ډوله شيطان دی نو خدای (ج) په خپل الهی عذاب اخته کړی . امین


والسلام
nsamad57@hotmail.com
دافغان رسالې د ۱۰۱ ګنی څخه