کور / خبرتیا او پيغامونه / دحقوقپوه عبدالله عصمتي د جنازې او فاتحې خبرتيا

دحقوقپوه عبدالله عصمتي د جنازې او فاتحې خبرتيا

د هيواد پيژندل شوی حقوقپوه او علمي شخصيت شخصيت عبدالله عـصمتي د٦٦کالو په عمر دهغه نارو غۍ له مخې چې ورته پيښه شوې وه دهالينډ دهاردروايک دښار په روغتون کې وفات شو ( خدای دې وبخښي ) .


دمرحوم عصمتي صاحب ودوستانو او مينه والو ته خبر ور کول کيږي چې دمرحوم عصمتي صاحب جنازه  دجمعې په ورځ ۲۶ اکتوبر ۲۰۰۷ په هاردروايک کې د ترکانو د مسجد څخه اخستل کيږي  او خپله په هايدر وايک کې دمسلمانانو په هديره پر دولس نيمو بجو خاوروته سپارل کيږي .


دمرحوم عصمتي صاحب فا تحه هم په هاردرويک ښار کې دترکانو په مسجد کې د شنبې په ورځ ۲۷- اکتوبر  دماپښين له دوو بجو څخه تر څلورو بجو پوري .


( روح دې ښاد وي )


جنازه: جمعه  ۲۶ – اکتوبر  د ماپښين دوې بجې
فاتحه: شنبه  ۲۷ – اکتوبر  د ماپښين له دوو بجو څخه تر څلورو بجو پوري
پــتـه : په هاردر وايک کي د ترکانو مسجد Anue Franklaan5__3842GV_Harderwijk   
اړيکه: 0031643556980


دمرحوم عصمتي صاحب لنډه پيژندنه :
ننګيالی بڅرکی – هالنډ


مرحوم عبدالله عصمتي دافغانستان پيژندل سوی شخصيت دمرحوم عبدالحق عصمتي زوی اودمحترمي معصومې عصمتي کشروروراود ذبيح الله عصمتي مشرورور دی . مرحوم عبدالله عصمتي په کال ١٩٤١م کې زيږيدلی او خپل ابتدائي زده کړي يې د کابل په اماني ليسه کې تر سره کړي دي ، چې بيا وروسته په کابل کې دحقوقو په پو هنځی کې شا مل شو . او دحقوقود پو هنځی څخه په علی درجه بريا لی شو او بيا يې خپل نور لوړدماسترۍ تحصيلات په ما سکو کې تر سره کړي دي . هغه يوقانون پوه او پيژندل سوی شخصيت وو ، مر حوم عصمتي صاحب دهيواد په بيلا بيلو ولايتونو کې ماموريتونه کړي کړي دي ، مرحوم عصمتي صاحب په کند هار کې دستري محکمې ريـس په توګه دنده تر سره کړې ده او بيا په همدغه ولايت کې د لوی څارنوا په تو ګه دنده تر سره کړې ده او دکابل په لو يه څارنوالي او دا شي نورو مهمو ځايونو کې د هيواد پالني په روحيه سر ه خپله دنده تر سره کړې ده . او وروستۍ دنده يې په افغانستان کې دريا ست جمهوري دحقوقي مشاور په تو ګه دنده تر سره کړې ده . مرحوم عصمتي صاحب په ډيررو ژبو پو هيده لکه پښتو ، فار شي ، روسي ، انګليسي او په ور شته کې په هالينډي ژبه هم خبري کولا ی سوای . اوس دهغه پر مينه څلور زامن او يوه دهغه مر حوم ميرمن پاته سوه .           ان لله وان الله را جعون





غمرازي :


د لراو بر ويبپاڼي ټول کارکوونکي د ارواښاد عبدالله عصمتي کورنۍ او دوستانو د جميل صبر غوښتنه کوي او د خدای بخښلي عصمتي پاک روح ته د مغفرت لاس پورته کوي .


په درناوي
د لر او بر لوی افغانستان د ويبپاڼي اداره