کور / کتاب / د ارواښاد استاد نوميالي دوه ګټور کتابونه چاپ سوه

د ارواښاد استاد نوميالي دوه ګټور کتابونه چاپ سوه

په کندهار کي د علامه رشاد خپرندويه ټولني له خوا د ارواښاد کانديد اکاډميسين محمدانور نوميالي دوه څېړنيز او اکاډيميک کتابونه چاپ سوه.


د کوډو سرنوشت د علمي پلټني په رڼا کي او د پښتنو د ټولنيز تاريخ مبادي، د ارواښاد استاد له علمي آثارو څخه هغه دوه کتابونه دي چي ډېر کلونه وړاندي د هيواد څخه دباندي استاد خپاره کړي او د يو موثق ماخذ په توګه د ليکوالو او څېړونکو تر منځ مطرح وه. علامه رشاد خپرندوي ټولني وړ وبلل چي د ارواښاد استاد دغه علمي او څېړنيز کتابونه د تکثير په موخه يو ځل بيا چاپ او د علاقه مندانو تر لاسونو ورسوي.


 د يادوني وړ ده چي د کتاب ټول لګښت د ارواښاد استاد فرهنګپال زوم ښاغلي ډاکټر شېرحسن حسن پر خپله غاړه اخيستی، او په دې ډول د رشاد خپرندويي ټولني مسئولين د دوی د دغه علم پالني څخه د زړه له کومي مننه کوي.


د خدای بخښلي استاد اکاډميسين محمد انور نوميالي د ژوند اواثارو په اړه نور معلوماتو د لوستلو د پاره دا ځای کليک کړئ .