کور / رسنۍ / د عبدالباري جهاني شپږمه شعري ټولگه چاپ سوه

د عبدالباري جهاني شپږمه شعري ټولگه چاپ سوه

د ښاغلي عبدالباري جهاني شپږمه شعري ټولگه چاپ سوه


د ښاغلي عبدالباري جهاني  شپږمه شعري ټولگه د ( راز  او نياز ) په نامه، په كندهار كي د نارنج  خپرنديه ټولني له خوا په (۳۶۰ )مخو كي پر خړ اخباري كاغذ د( ۲۰۰۰ )ټوكو په شمېر چاپ سوې ده.


نوموړې شعري ټولگه په دې الفاظو اهداء سوې ده.


اهداء
زما دښايستې مېرمني معصومې
رو ح ته، چي كه دا نه واى، كه له دې،
سره  زما لېونۍ مينه نه واى، زه به نه
واى، تقديم دئ .
جهاني


د خپرندويه ټولني پر ياداښت سربيره د ښاغلي جهاني ليكنه  ( يو څه د ځان يو څه د شعر په باب)  د سريزي پر ځاى راغلې ده ، ورپسې  د ښاغلي سليمان لايق، انجنير كليوال، سعيد لودين، ضياء الدين همت مل،ډاكټر حفظ الله خوږلن، احمد سعيد وصال او قريب الله هغه شعرونه راغلي دي، چي ښاغلي جهاني ته  يې ويلي دي.


 دا كتاب پر څلورو برخو وېشل سوى دى.


1. غزلي  : په دې برخه كي ۲۹ غزلي راغلي دي
2. نظمونه او آزاد شعرونه : په دې برخه كي ۱۵  نظمونه او ازاد شعرونه  راغلي دي.
3. كيسې او نكلونه : په دې برخه كي ۲۹ كيسې او نكلونه راغلي دي.
4. ترجمې : په دې برخه كي ۱۵ ترجمې راغلي دي.


د عبدالباري جهاني شپږمه شعري ټولگه