کور / تازه خبرونه / سنځاوۍ:يوكس دالقاعده په تور ونيول شو

سنځاوۍ:يوكس دالقاعده په تور ونيول شو

دجنوبي پښتونخوا په سنځاوۍ سيمه كې درېګ وړې دلوى مسجد څخه پوليسو يوكس په دې تور نيولى چې له القاعده شبكې سره تړاو لري . يوې حكومتي سرچينې لراوبر ويپاڼي ته وويلا چې دغه كس ځان داروزګان ولايت اوسېدونكى بولي او تر اوسه يې دالقاعده شبكې سره په تړاو اقرار نه دى كړى . سنځاوۍ دجنوبي پښتونخوا له مركز كوټي څخه شاوخوا دوسوه كيلزمتره دختيځ لور ته پرته سيمه ده او وګړي يې ډېره برخه كروند ګر دي .