کور / طنز / ښايسته سالاري

ښايسته سالاري

پوهنمل محمود نظري


کله چې کرزی او ورسره ملګری يې انګلستان ته په رسمي سفر ولاړه  په میلمستیا  کې د برتانیا ملېکې کرزی ته   وویل : که غواړی د هیواد په چارو کې  بریالی اوسې  لکه ما غوندي پوه خلک پر څوکیو وګوماره لکه  توني  بلیر.نو د بېلګې په توګه یې     د بلیر نه  و پوښتل :


ستا دمور اوپلار اولاد دی خو ستا خور او ورور نه دی هغه څوک   دئ؟


  بلیربېله دې چې سوچ وکړي په خندا يې وویل:


صیب !هغه زه یم.
ملېکې د خوشالې چيغې کړی او کرزی ته يې وویل : ودي لیدل هغه بلیر دی!
کرزی چې افغانستان ته ستون شو   د ښایسته  سالارۍ په اړه يې د د وزیرانو په  غونډه کې له وزیرانو نه  وپوښتل: ستاسو د مور او پلار اولاد  دی خو ستاسو خور او ورور نه دئ  هغه څوک دئ ؟


په تالار کښې ژوره چوپتیا خپره شوه چا په ګوتو شمیرل پیل کړل، چا چټ ته کتل ،چا بوټونه پر مځکه کښل او چا لکه فیلوسفانو ګوته سر ته  نیولې وه….


دبهرنیو چارو وزیر د ډیر سوچ او ری وروسته خپله کوشنۍ ګوته پورته کړه او په بېړه له غونډې ووت.


د  نورو تر منځ پوس پوسی او پټي خبرې پیل شوې


ددفاع وزیر حلق وچ او له ډیره  زوره چپک شو ی وووویل:


په خدا ی قسم دا بهر نی پوښتنه ده او ما بهرنی مداخله نه  ده خوښه خو بیا هم ستا په درناوی پوښتم :


آیا انسان دی؟


کرزی په خنداورته وویل:


خود انسان دی.


دکورنیو چارو پر وزیر چې  خولې  راماتې  وې  په ګنګوره ژبه یې وویل:


نر دی؟


کرزی په خندا ورته وویل:


خود نر دی.


دسوداګری وزیر سروګراوه او په خوشالی يې وویل:


افغان دی؟


کرزی ورته وویل: نه نه په دی مې غاړی بندیږی.


د برېښنا دسراښ وزیرپوزه لا پلنه شوه او یې وویل: نعوذ بالله موږ يې په نورو څه!


نورو وزیرانوله ډلې نه چې سترګې پر مځکه ګنډلي وې


د عدلیې  و زیر نارې کړل:


هلکو د لمانځه وخت نه دی؟


ټول په خوشالي له ځایو پورته شول د دیوال دګړی په لیدو بیرته خواشینی او ناسی کیناستل.


د اطلاحاتو او کلتور وزیر  لکه کولنګی چرګ را پورته شو


د کرزی په خبرو کې ورولویید او ويې پوښتل:


زیروح دی؟


کرزی په خندا ورته وویل:


خود زیروح دی.


د ښوونې اوروزنې  چټک وزیر شونډې سره کښیکېښلی او په خوند يې ویل:  دا ډیره نامتو پوښتنه ده دا هرومرو د لومړیو صنفونو په کریکولم کې  ځای وم.


په دې وخت کې د کرنی  وزیر ته تیلقون راغی هغه یوې ګوښې ته  شو او  دهاخوا نه  يې د پوښتنی ځواب وپوښته.  هغه ورته وویل: صيب هغه تاسو یاست .


د کرنې وزیر  له خوشالی پړنګ په ژړا شو لاندی شونډه يې را مخته کړه او کرزی ته يې و ویل:


دا تاسو یاست صیب.


ددې تور له زوره  له کرزی نه د سپڼسی سر ورک شو د ده هم ځواب هیر شو، لږسوچ يې وکړ او بیا یې  د باندنیو چارود غټ مشاور نه و رو و پوښتل  : ملیکې ویل هغه څوک دئ ؟


هغه   څټ وګراوه  کاږه کاږه يې وزیرانو ته وکتل په ملنډیزه خندا يې وویل : صیب هغې ویل هغه بلیر دی خو اوس نوی خبر راورسید!


څه خبر؟


همدا اوس د هغه پر ځای  ګولډن براون د لندن لومړی وزیر شو!


کرزی خپلې شونډې په ناړو لندې کړی په خوشالی يې وویل:


ملېکې ویل هغه بلیر دی اواوس د مصلحت له مخي هغه براون شویدئ .


ټولو وزیرانو لاسونه وکړپوله او ویل يې څومره عالمانه پوښتنه !


سر له سبا نه په ټول هیواد کې د ښایسته سالاری په پار دا  پوښتنه پیل شوه: