کور / تازه خبرونه / ايران: پاكستان ۱۱تنه ايرانيان خوشي كړل

ايران: پاكستان ۱۱تنه ايرانيان خوشي كړل

د دوشنبې په ورځ د بلوچستان په ماشكېل سيمه كې پاكستان ملېشه ځواكونو يوولس تنه ايرانيان پاكستان ته په ناقانونه توګه د را اوښتو په تور نيولي وو چې ويل كېدل دغه كسان د ايران له پاسداران انقلاب ځواك سره تړاو لري خو د ايران د پاسداران انقلاب يوۀ مشر شريف خبري رسنيو ته وويل چې دغه كسان د ايران عادي وګړي وو.
د بلوچستان د ملېشه ځواكونو وياند مرتضى بېګ وايي له دغو يوولس تنو ايرانيانو څخه يې تېره شپه څېړنې او پلټنې وكړې خو له دوى څخه يې كوم شى تر لاسه نه كړل او دوى بېګناه ثابت شول.
د ملېشه ځواكونو وياند دا خبره هم رد كړه چې ګواكې له دغو كسانو سره دي وسله يا كوم بل شر تر لاسه شوى وي، وايي دغه يوولس تنه يې له ايران سره د يوۀ سرحدي تړون له مخې- چې څوك په غلطۍ سره يوې بلې خواته واوړي- خوشي كړي دي.