کور / خبرتیا او پيغامونه / په سنځاوۍ سيمه كې يوه ورځنۍ ادبي غونډه جوړېږي

په سنځاوۍ سيمه كې يوه ورځنۍ ادبي غونډه جوړېږي

د سوهېلي پښتونخوا په سنځاوۍ سيمه كې د (پښتو ادبي پاڅون) ادبي ټولنې له خوا د اكتوبر پر ۳۱مه نېټه (د شنبې ورځ) يوه ورځنۍ ادبي غونډه جوړېږي. د دې غونډې په لومړۍ برخه كې به د همدې سنځاوۍ سيمې د ځوان شاعر مبارز دومړ د تازه چاپ شوې شعري ټولګې (هر باڼه په اوښكو لوند دى) په اړه ليكنې اورول كېږي او په دويمه برخه كې به يې د سولې په اړه مشاعره كېږي. د سيمې شاعرانو او ليكوالو ته په دې ورځنۍ ادبي غونډه كې د ګډون بلنه وركول كېږي.


 ځاى: د هاى سكول تالار، سنځاوۍ


وخت: د ماسپښين درې بجې


اړيكي:


درياخان حقمل: 03468370179


 ابراهيم ارمان : 03448998394