" /> " /> " /> " /> پښتونخوا: خونړي بريد ۹۰ تنه وژلي او ۱۷۰ يې ټپيان كړي دي  – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / پښتونخوا: خونړي بريد ۹۰ تنه وژلي او ۱۷۰ يې ټپيان كړي دي video

پښتونخوا: خونړي بريد ۹۰ تنه وژلي او ۱۷۰ يې ټپيان كړي دي video

دوه ساعته وړاندې د پېښور ښار د قصه خوانۍ بازار په پيپل منډۍ كې د يوه زوروره چاودنه وشوه چي تر دې مهاله ورڅخه د ۷۰ تنو د مړينې او ۱۷۰ تنو د ټپي كېدو خبر وركړل شوئ دئ .
چاودنه په يوۀ موټر كې د ځاى پر ځاى شوي بم له امله په داسې وخت كې را منځته شوې ده چې بازار له خلكو څخه ډك وو. د پېښور په ټولو روغتونونو كې بيړنى حالت اعلان شوى دى. د پېښې په قربانيانو كې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي .
تر چاودنې وروسته پر شاوخوا ودانيو باندې اور لګېدلى دى او لا هم ډېر مړي او ټپيان د را نړېدليو ودانيو له امله د پېښې له ځايه نه دي راايستل شوي. د دې احتمال شته چې د مړيو او ټپيانو شمېره تر دې هم زياته شي .


وېډيوګاني :