" /> " /> " /> " /> د کابل په حملو کی اته بهرنيان وژل سوي دي – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / د کابل په حملو کی اته بهرنيان وژل سوي دي video

د کابل په حملو کی اته بهرنيان وژل سوي دي video

اسوشیټیډ پریس په خپل تازه خبر کی وایی چی د کابل په پرونیو حملو کی د ملګرو ملتونو اته بهرني کارمندان هم وژل سوي دي چی د ټولو تلفاتو شمیر ۱۲ کسه ښودل سوی دی .


خبر زیاتوی چی طالبانو په مشین ګنونو لاسی بمونو ، راکټونو او ځانو پوری د چاودېدونکو موادو په تړلو سره د خیبر پر میلمستون حمله وکړه . ویل کیږی چی پر ارګ او سرینا هوټل باندی هم د راکټونو ګوزارونه سوي دي خو هیڅ تلفات یې نه دي پیښ کړي .


په دې حمله کی درې حمله کونکي ، دوه امنیتی کسان او یو ملکی نفر له منځه تللي دي . د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د دې څو اړخیزه حملو مسؤلیت منلی دی . دا په تیرو څلورو کالو کی پر کابل ډیره سخته حمله بلل سوې ده .


 وېډيوګاني :