کور / تازه خبرونه / 300 حاجيانو په کام اير الوتکه کي احتجاج وكړ

300 حاجيانو په کام اير الوتکه کي احتجاج وكړ


دكندهار په هوايي ډګر كې دكام يير په الوتكه كې سپرو 300حاجيانو په دې موخه احتجاج وكړ چې ولي يې الوتكه دكندهار پرهوايي ډګر راكوزه شوه .


دكام يير هوايي شركت يوه كاركوونكي لراوبر ويبپاڼي ته وويل چې الوتكه دموسم دخرابېدو له كبله په كابل كې نشي كوزېدلاى .


 سرچينې وويل چې دكندهار دولايت اداري مشر حاجي انس خان مخامخ داحتجاج كوونكو حاجيانو له استازو سره وليدل خو هغوى قناعت ونه كړ . دكندهار والي اسدالله خالد هم حاجيانو ته ډاډ وركړى خو هغوى له احتجاج څخه لاس نه دى اخيستى او لا اوس هم په الوتكه كې ناست دي .


راپورونه وايي چې اوس خبره تر افغان ولسمشر حامد كرزي پوري رسېدلې ده او ښايي دهغه په وينا حجيان له الوتكي راكوز شي. دكام يير كاركوونكي وايي چې دحاجيانو نوري الوتنې هم لر خو دحاجيانو احتجاج ستونزي ورته پيدا كړي دي . ويل کيږي چي افغان حاجيان د حج د مراسمو څخه وروسته له ډير انتظار څخه ډير په تنګ سوي وو  خو ددوی په وينا چي هلته يې چا ږغ نه اوريده . ځيني حاجيان وايي چي تر دوو مياشتو پوري په سعودي عربستان کي پاته سوي دي .