کور / تازه خبرونه / دكاناډاسفير له كندهار سره دنوري مرستي اعلان وكړ

دكاناډاسفير له كندهار سره دنوري مرستي اعلان وكړ

په کندهار کې ديوې خبري غونډې په ترڅ کې په افغانستان کې د کاناډا سفير عارف لالاني په دغه  ولايت کې د ښوونې او روزنې د پرمختګ لپاره ٦٠ ميليونه ډالره مرسته  اعلان كړه  . هغه کندهار ته دخپل سفر د موخې په اړه وويل چې غواړي په دغه ولايت کې د خپل هېواد لخوا د پيل شويو پروژو څخه ليدنه وکړي . نوموړي وويل : چې اوس په كندهار كې دپخوا په پرتله امنيت ښه شوى او ده پموټر كې له خپلو پروژو څخه ليدنه وكړه عارف لالاني په کندهار کې د ښوونې او روزنې په برخه کې د شپږ سوه زره ډالرو د مرستې اعلان وکړ. هغه وويل چې له دې مخکې يې په کندهار کې د پوهنې د پرمختګ لپاره د ښوونې او روزنې له وزارت سره د ٦٠ ميليونو ډالرو مرسته کړې ده . د کاناډا سفيرزياته کړه چې دى به له دې وروسته هڅه وکړي ، چې ژر ژر دغه ولايت ته سفر وکړي او د خپلو پروژو ليدنه وکړي .