کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په كابل سرينا كې ځانمرګي نوې اندېښنې وزېږولې

په كابل سرينا كې ځانمرګي نوې اندېښنې وزېږولې

افغان ژورناليسته مرسل احمدزۍ - کندهار


دروان دوزره اتم عيسوي كال درواني جنوري مياشتي دپنځلسمي نېټې په شپه دافغانستان په پلازمېنه كابل كې په پنځه ستوريزه او ترټولو امنيتي هوټل كابل سرينا كې ددوو پرله پسې ځانمرګوبريدونو نوې بڼي په روښتيا هم په هيواد كې دننه او بهر اندېښنې راټوكولې دې .


ډېرى كسان اوس په دې باوردي چې كه دكابل سرينا غوندي خوندي ځاى هم له ځانمرګي خوندي نه وي بيانو ښايي يوازي او يوازي دولس مشر په دفتر كې داويره دنورو دفترونو په اندازه لږ وي . البته كه بل لوري ته دپولي هاغاړه دپخوانۍ ولسمشري بېنظير بوټو وژنې ته فكر وشي نو بيا په دغه ناارامه سيمه كې ولسمشران هم خوندي نه دي .


او ټولو ته مالومه ده چې دپاكستان دپېپلز ګوند مشره بېنظير بوټو دډېرو سختو امنيتي تدبيرونو په لړ كې ووژل شوه ، هلته پر ولسمشر مشرف هم ورته بريد وشو او دهغه هيواد دكورنيو چارو پخوانى وزير افتاب احمد خان شېرپاو خو دوه واره لاس په لستوڼي بچ شو ، البته په افغانستان كې دځانمرګو بريدونو په لړ كې ترټولو بده پېښه دتېركال په وروستيو كې دبغلان ځانمرګى وو چې ځينو حكومتي كړيو يې درنګ بدلولو هڅه هم وكړه خو داسي ښكاري چې بس هغه دچاخبره رښتيا نه پټېدل او ځانمرګى ثابت شو ، خو اوس بيا په خبري رسنيو كې دااورېدل كېږي چې دسرينا هوټل پرونى بريد سارى نه لري او دې ته ترټولو ناوړه پېښه ويله كېږي ، هو ددغې پېښي او دنورو پېښو ترميانځ ښكاره توپير ليدل كېږي دلته يو ځانمرګى ډزي كوي اوبل ځان چاودي او داددغې پېښي ترټولو لوى نوښت دى اوله بلي خوا موهمه داده چې كابل سرينا ترټولو خوندي هوټل دى بهرني ميلمانه ، لوړپوړي چارواكي او همداراز ديپلوماتان هلته اوسي او دافغانستان خاص مېلمانه هلته ساتل كېږي ، او بل مهم والي يې دايې چې دغه هوټل د ولس مشر له دفتر سره په خوا كې جوړ دي يو بل مهم والى ددغې پېښي دادى چې ډېره مرګ ژوبله بهرنيو مېلمنو ته پكښي اوښتې ده ، دافغانستان امنيتي سرچينې وايي چې ددرو امريكا يانو په ګډون پنځه بهرني مېلمانه پكښي وژل شوي دي چې دوى ټوله به هتماً موهم كسان وي خو تراوسه لا هم دااوازې ګرزي چې مرګ ژوبله ډېره ده البته زه به هم داخبره وكړم چې رښتيا هم ډېره موهمه پېښه ده او په ورته سيمو كې داسي پېښي حتماً اندېښنې زېږوي خو پوښتنه داده چې ((ايا دداسي پېښو مخنيوى ممكن دى؟ )) زما په فكر هو!!!


درانه لوستونكې !


ښايي تاسو به هيران شوي ياست چې څنګه دداسي پېښو مخنيوى ممكن دى البته زه فكركوم چې دمېرمن بوټو تروژنه وروسته نو داخبره ډېره روښانه شوه چې دورته پېښو مخنيوى په امنيتي ساتونكو ګران دى خو پاليسئ كولاى شي چې دورته پېښو مخنيوى وكړي  هغه داسي چې زموږ ګاونډيان خو هسي هم په خوله يوه او په زړه بله كوي خو افغان حكومت ته په كار دي چې اوس لا هم سر وخت دى او خپل خوابدي وروڼه دي دخبرو مېزته راوبولي او يوه واضح پاليسي دي ورته جوړه كړي ، خو ښايي داپوښتنه پيداسي چې دسولي بهير خو هسي هم روان دى خو دايو داسي بهير دى چې ډېرى كسان ورڅخه خوښ نه دي او هغه كسان چې دحكومت سره دسولي پرټغر كښېني اول خو ځانو نه خوندي نه بولي او بيا چې څوك دغه كار ته زړه ښه هم كړي نو اكثره وخت نيول كېږي او بيانو داسي عقدې اخلي چې ترجنګ جګړه وراوړي او ځانمرګي بريد ته تيارى كوي .


خبره بلي خواته ولاړه نشي او رابسم دې ټكي ته چې افغان ولس مشر كرزى دي دسولي بهير ته له خپلو اختياراتو كارواخلي او يوه داسي طرحه دي جوړه كړي چې دهغې له مخي سولي ته راتلونكي كسان تقدير شي او ونه ځورول شي . دپاليسيو بدلون په سيمه كې سولي ته لار هوارولاى شي او بيا ممكنه ده چې دځانمرګي بريد او ورته پېښو مخنيوى وشي.