کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ایراني واکمنو اسلامي ورورولي او ګاونډیتوب دواړه تر پښو

ایراني واکمنو اسلامي ورورولي او ګاونډیتوب دواړه تر پښو

ایراني واکمنو اسلامي ورورولي او ګاونډیتوب دواړه تر پښو لاندی کړل


 


د ایران دا وروستی پریکړه چی په ساړه ژمی افغان کډوال له ملکه باسی . ټوله بشری ټولنه خپل غیر انسانی اوغیر اسلامی پریکړی ته ګوته په غاښ کړی ده . په تاسف سره چی له خبری رسنیو څخه اورو چی  له دغوشړل شووکډوالو څخه چی ماشومان او ښځینه هم پکی وو یوشمیر ماشومان په لار ه د راایستلو په وخت کی له یخنی مړه شوی دی .


ددغه راز یو غمجن خبر په اوریدو چی نه یی اسلامیت اونه یی هم انسانیت منلی شی ټولو افغانانو ته د ډیر ی خوا شینی ځای ده او په هره ممکنه وسیله  چی وی  نوباید پری نږدو چی کډوال هیوادوال مو په ډیری بی پتی  او زوریدنه  په رټلو له ایرانه وسړل شی ،که داسی وشی نو دایران مستبد حکومت  بیا څنګه  کولای شی له همدغو خلکو د ښه ګاونډیتوب اوا سلامی اخوت تمه ولری .


دغه راز غیر اسلامی   او غیر انسانی کړنی په یقین چی ددواړو اسلامی ورونو هیوادونو په اړیکو ناوړه اغیزی لری .


که د تهران مشران په سړو مغزونو خپل عمل ته ځیر شی نو ډیر ژر به دی فیصلی ته ورسیږی چی دکونډو رنډو اوماشونو په وړاندی چی دجنګ له لمبو یی دګاونډی او همسایه کور ته پناه وروړی دغه راز شوم او ناوړه عمل هیڅکله هم په تیره بیا په داسخت ژمی کی دکولو نه ده ، او په تیره بیا چی ځان ته   مسلمان هم ووایی . دمظلومانو به خدای (ج) مل شی خو د ظالمانو داسی  کرغیړن اعمال به هغوی هم د خدای (ج) دغضب په لمبو کی وسو ځوی .


د تهران دواکدارانو ملامتی   اود خپل عمل د ناوړو پایلو خبره چی په دنیا او اخرت به یی جذا په خپله ووینی یوه خوا خو ګوته دافغانستان ګنس او ګوډاګی حکومت ته   دنیوو ده چی ټوله نړی یی  تر شا هم ولاړه ده  او بیاهم  خپلو خلکو ته په خپل هیواد کی دژوند دامکاناتو چاره او علاج نه وینی او کلونه کلونه کیږی چی دا مشکل  یی په وړاندی پروت  او دوی ورته  لاس تر زنی ناست  دی  ،او داسی تمه لری ترڅو دهغوی دهیوادوالو غم هم  بل څوک وخوری چی د سر  وینو ته یی له کلو کلو په انتظار ناست دی .


هر افغان  په دا پوهیږی او هره ورځ د سر  په سترګو وینی چی زمونږ په هیواد کی دډیرو بلوا ګانو او بغاوتونو لکۍ دهمدی ګاونډیانو په لاس کی ده .


خدای   دوکړی چی دافغانستان ویده چارواکی راویښ شی او په میړانه دخپل هیواد دوګړو  غم وخوری  ، دافغانستان دخلکو بچی مری او له حیثیت سره یی  پردی لوبی کوی  ،خو زمونږ دهیواد په ځان اخته او  مصلحتی  چاواکی  چی  دکار وړتیا او لازمه پوهه  نه لری  یوازی دخپل جیب  په ډکیدو اخته دی   اود خلکو دغولیدلو لپاره د اوښکوپه  تو یولو او ژړاګانو ځانونه  د خلګو خواخوږی ښیی  .