د حق او باطل د جګړو نه ختمېدونکې لړۍ (۱)

د لراوبر اداره | نوومبر 2nd, 2009


درنو لوستونکو !
      موږ د حق او باطل يا اسلام او کفر تر منځ د تل تر تله او پرله پسې جګړې او شخړي په هکله د اسلامي نړۍ د ځينو جيدو او نامتو عالمانو شل مقالې د انټرنيټ له بېلو بېلو ويب پاڼو څخه را اخيستي  او ژباړلي دي. دغو سترو عالمانو په خپلو دغو مقالو کي د قرآن او سنتو په رڼا کي د خير او شر د جګړو په باب په زړه پوري معلومات راغونډ کړي، هريوه د دې جګړې بېل بېل اړخونه څېړلي، دهغې ستونزي او غوښتني يې په ګوته کړي او هر يوه په دې هکله خپل بېل بېل نقطه نظرونه څرګند کړي دي، چي لوستل يې په اوسنيو شرايطو کي ګټور او خوندور دي. ځکه نو موږ وپتېيل چي دغه مقالې تر پورته سرليک لاندي د لر او بر ويب پاڼي له لاري ستاسو درنو لوستونکو مطالعې ته وړاندي کړو.
                                                                       عبدالمالک همت


لومړۍ مقاله:


د حق او باطل جګړه اوالهي سنن


د شيخ عبد العزيز بن ناصر الجليل ليکنه
د عبدالمالک همت ژباړه
 
      د پيغمبرانو قومونو ته د هغو د بلنو او د حق او باطل د جګړې په باب د لوى څښتن(ج) د سنتو او کړنلاروپه هکله معلومات د اسلام بلونکو ته له واجباتو څخه باله سي. څو د پېښو او د هغو په باب د دريځونو په تفسيراو شننه کي له هغو څخه ګټه واخلي او ورته لاس او پښه او پرېشانه نه سي او وپوهيږي چي دا هر څه د لوى څښتن په اراده او حکمت پېښيږي او په دې کي د لوى څښتن هغه سنت او کړنلار په کار لوېدلې ده چي هيڅ تغيراو تبديل نه مومي. لکه چي د دې سنتو په پېژندلو سره د نصرت او بري او ماتي او خسران لاملونه پېژندل کيږي. خو له هغو څخه په غفلت او ناخبري کي د ژغورني له لاملونو څخه په ګټه اخيستنه کي لږوالى راځي او د انبياوو(ع) له لارښوونو څخه کوم چي د دې الهي سننو په رڼاکي يې خپلي دندي تر سره کړي دي، اعراض او مخ اړول باله سي. ځکه هغوى د لوى څښتن، د هغه د نومونو، صفاتو، سننواو شپو ورځو په هکله ډېر خبر دي او د دوى د ولسونو سره د دوى د کړنو په هکله په تامل او فکر کولو سره دغه ستره ګټه ترلاسه کېداى سي.

د لوى څښتن سنن، د هغوتعريف، دلايل او د هغو د څرګندېدو او پلي کېدووختونه:
      لوى څښتن فرمايي:     
      {قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِكُمْ سُنَنٌ فَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَانْظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِينَ [137]}[سورة آل عمران].     
      ژباړه: تر تاسي د مخه ډېري دورې تېري سوي دي. نو په مځکه کي وګرځئ اووګورئ چي ( د الله د حکمونو او لارښوونو) د درواغ ګڼونکوبرخليک څه سو.
      دغه رازلوى څښتن فرمايي:
      {فَهَلْ يَنْظُرُونَ إِلَّا سُنَّتَ الْأَوَّلِينَ فَلَنْ تَجِدَ لِسُنَّتِ اللَّهِ تَبْدِيلاً وَلَنْ تَجِدَ لِسُنَّتِ اللَّهِ تَحْوِيلاً[43]}[سورة فاطر].
      ژباړه: نو آيا دوى دې ته سترګي پر لار دي چي د پخوانيو قومونو سره چي د الله کومه کړنلار وه هماغه د دوى سره هم پلې سي. که دا خبره وي نوته به هيڅکله د الله په کړنلار کي څه بدلون ونه مومې او ته به هيڅکله ونه وينې چي د الله سنت د هغه له ټاکلي لاري څخه کوم ځواک واړولاى سي.
      ابن تيميه رحمه الله د لوى څښتن د سنتو د تعريف په هکله وايي:” سنت په يو له بله سره ورته شيانو کي د حکم کولوعادت ته وايي. او د سنت لفظ پر ورته والي دلالت کوي. ځکه کله چي لوى څښتن په ورته چارو کي کوم حکم وکړي، نوهغه بيا نه ماتيږي، نه ګرځي او نه بدلون مومي، بلکي لوى څښتن په سره ورته شيانو کي توپير او تفاوت نه راولي او کله چي کوم بدلون پېښ سي نو دا د نه ورته والي له امله وي. لکه چي په يو له بله نه ورته اومختلفو شيانو کي بېلوالى هم د لوى څښتن له سنتو څخه بلل کيږي. لکه چي قرآن کريم پر دې باندي دلالت کوي. لوى څښتن فرمايي: 
      {أَفَنَجْعَلُ الْمُسْلِمِينَ كَالْمُجْرِمِينَ[35]}[سورة القلم]
      ژباړه: آيا موږ به مسلمانان د مجرمانوغوندي کړو؟
      له دې امله د پخوانيو ولسونو کيسې موږ ته د عبرت درس ګرځېدلي دي. نو که چيري مقايسه او د لوى څښتن د فعل او سنت يو په بل پسې والى نه واى، په هغو به اعتبارهم درست نه بلل کېدلاى. او اعتبار هله وي چي د يوه شي حکم د هغه د ساري حکم وي. لکه په قران کريم کي ډېر وړاندي سوي مثالونه“.

اما د دغو سنتو د څرګندېدو او پلي کېدو په هکله:    
      دا په لوى څښتن پوري اړه لري. کله کله خلکو ته داسي ښکاري چي د لوى څښتن د سنتو د تحقق اسباب او لاملونه غونډ سوي او برابر سوي دي، خو سره د دې لوى څښتن د خپل علم او حکمت له مخي د هغو د څرګندېدو اذن اواجازه نه ورکوي.
      قال الله تعالى:
     {وَيَسْتَعْجِلُونَكَ بِالْعَذَابِ وَلَنْ يُخْلِفَ اللَّهُ وَعْدَهُ وَإِنَّ يَوْماً عِنْدَ رَبِّكَ كَأَلْفِ سَنَةٍ مِمَّا تَعُدُّونَ[47]}[سورة الحج]
      ژباړه: دوى له تا څخه عذاب په تلوار سره غواړي. الله به هيڅکله خپله وعده ونه ځنډوي. خو ستا د رب په نزد يوه ورځ ستاسي په حساب زر کاله ده.
      دغه راز لوى څښتن فرمايي:
      {وَتِلْكَ الْقُرَى أَهْلَكْنَاهُمْ لَمَّا ظَلَمُوا وَجَعَلْنَا لِمَهْلِكِهِمْ مَوْعِداً[59]}[سورة الكهف].
      ژباړه: دا هغه کلي دي چي څنګه چي يې ظلم وکړ، نو موږ هلاک کړل. او د هر يوه د هلاکت لپاره مو نېټه ټاکلې وه.
      سيد قطب رحمه الله وايي:
      ” دلته داسي يو حقيقت سته چي انسانانو هېر کړى دى. کله چي لوى څښتن دوى په مځکه کي مېشت کړل، نو دوى هېرکړل چي د دوى دغه مېشتېده د لوى څښتن په اراده او مشيت ترسره سوي، څو دوى پکښي وازمايي چي آيا دوى په دې مځکه کي يوازي ده ته د عبوديت او تقوا په هکله د لوى څښتن سره پر کړې ژمنه او شرط دريږي او که له خپلو ځانونو څخه داسي طواغيت جوړوي چي د خدايى د حقوقو او خصايصو دعوې کوي؟ دغه حقيقت انسانانو په رشتيا هېرکړى دى. لکه چي پوهيږو دوى د لوى څښتن سره پر خپله ژمنه نه دي درېدلي او د هغه د سنتو او کړنلارو سره پر مخالفه لار تللي دي او دوى ته د لاري په لومړيو کي د دې انحراف پايلي اوعواقب نه معلوميږي، نو سوکه سوکه وراني او فساد رامنځ ته کيږي او دوى ښوييږي، خو نه په پوهيږي. څو چي ټاکلى وخت ورسيږي او د لوى څښتن وعده پلې سي. بيا د نيوني او وروستۍ پرېکړي بڼي بېلي بېلي وي. يو ځل يې د ريښې ايستلو او له پورته او کښته څخه په عذاب نيسي، لکه چي ډېرو ولسونو ته دغسي پېښه سوې ده. بل ځل يې د ځانونو او مالونو د تاوانونو په عذاب اخته کوي، لکه چي ځينو نورو ولسونو ته دغسي پېښه سوې ده. او کله يو قوم د بل قوم سره په شخړو اخته کړي؛ يو قوم پر بل قوم باندي ډول ډول عذابونه تپي او يو له بله سره وژني. لوى څښتن خپل مطيع يا سرکښه بنده ګان پر مسلط کړي، هر څه يې ور وران ويجاړ کړي او بيا خداى تعالى خپل نور بنده ګان پر واکمن کړي څو ويې ازمايي. په دې توګه د لوى څښتن سنت او قانون پلى کيږي. نو بختورهغه څوک دى چي په دې چارو پوه وي او بدمرغه هغه دى چي له دې چارو غافل وي. البته ځيني خلک په دې غوليږي چي طاغي او فاجر يا ملحد او کافر ويني چي د خداى په مځکه کي يې واک ترلاسه کړى وي او لوى څښتن يې په عذاب نه اخته کوي. خوپه دې هکله خلک تلوار کوي. دوى د لارى لومړى يا منځ ويني، خو وروستي برخه يې نه ويني. ځکه د لوى څښتن د قانون پلي کېده زموږ په کلونو ډېر وخت نيسي، اما د تاريخ له پاڼو څخه دا پلي کېده په څرګنده معلوميږي“.
      دکتور سلمي وايي:
      ” دا چي د لوى څښتن د سنتو پلي کېده وليدل سي ډېر وخت نيسي، او څنګه چي د انسان عمر ډېر لنډ دى نه يې سي ليدلاى، بلکي د هغه د پلي کېدو يو اړخ ويني، اما د دې سنتو بشپړ پلي کېده د ده په ژوند کي نه تر سره کيږي. له دې امله دى دې ته اړکيږي چي ووايي ما خو د دې سنت پلي کېده درک نه کړه او يا يې ګردسره درواغ وبولي. دلته نو تاريخ خپل نقش لوبولي او ښيي چي د لوى څښتن سنت هرومروپلي کيږي. خو څنګه چي يې عمر د فرد ترعمر او کله ناکله د توکمونو ترعمر زيات وي، نو پلي کېده يې د تاريخ له پاڼو څخه معلوميږي. په دې هکله تاريخ جوتوي چي د لوى څښتن سنت ثابت دي او بدلون نه مومي، لکه چي لوى څښتن فرمايي:     
      {سُنَّةَ اللَّهِ فِي الَّذِينَ خَلَوْا مِنْ قَبْلُ وَلَنْ تَجِدَ لِسُنَّةِ اللَّهِ تَبْدِيلاً[62] }[سورة الأحزاب]
      ژباړه: دا د الله کرنلاره ده چي د دغسي خلکو په باب له پخوا څخه را روانه ده. او ته به د الله په کړنلاره کي هيڅ بدلون ونه مومې “.

د پيغمبرانو(ع) په تاريخ کي له فکر کولو څخه د لوى څښتن د سنتو پلي کېده ښه جوتيږي:

١. نتيجه د پرهېزګارانو په ګټه ده او هلاکت د دروغجن ګڼونکو او معاندينو په برخه دى:
      د لوى څښتن پر دې سنت باندي شواهد بېخي ډېر دي. يو يې د نوح (ع) د کيسې په پاى کي د لوى څښتن دا وينا ده:
      {تِلْكَ مِنْ أَنْبَاءِ الْغَيْبِ نُوحِيهَا إِلَيْكَ مَا كُنْتَ تَعْلَمُهَا أَنْتَ وَلا قَوْمُكَ مِنْ قَبْلِ هَذَا فَاصْبِرْ إِنَّ الْعَاقِبَةَ لِلْمُتَّقِينَ[49]}[سورة هود].
      ژباړه: دا له غيبو څخه خبرونه دي چي موږ يې تا ته وحي کوو. تر دې د مخه نه ته په پوهېدلې، نه ستا قوم؛ نو صبر وکړه
( په يقين سره) نتيجه د پرهېزګارانو په ګټه ده.
      کله چي د موسى(ع) قوم د فرعون لخواد دوى د اولادونوپه وژلو اود ښځو په ژوندى پرېښوولووګواښل سو، نوهغه داسي وصيت ورته وکړ:
      {قَالَ مُوسَى لِقَوْمِهِ اسْتَعِينُوا بِاللَّهِ وَاصْبِرُوا إِنَّ الْأَرْضَ لِلَّهِ يُورِثُهَا مَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ[128]}[سورة الأعراف].
      ژباړه: موسى خپل قوم ته وويل: له الله څخه مرسته وغواړئ او زغم ولرئ، مځکه د الله ده، له خپلو بنده ګانو څخه چي يې چا ته خوښه سي د هغې خاوند کوي يې، او وروستۍ کاميابي د هغو لپاره ده چي له هغه څخه په بېره کي کار کوي.
      دغه راز لوى څښتن د هود (ع) او د هغه د ولس په هکله فرمايي:
      {فَأَنْجَيْنَاهُ وَالَّذِينَ مَعَهُ بِرَحْمَةٍ مِنَّا وَقَطَعْنَا دَابِرَ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآياتِنَا وَمَا كَانُوا مُؤْمِنِينَ[72]}[سورة الأعراف].
      ژباړه: په پاى کي موږ په خپله مهرباني سره هود او د هغه ملګري وژغورل او د هغو خلکو ريښې مو وايستلې چي زموږ آيتونه يې درواغ ګڼلي وه او هغه ايمان راوړونکي نه وه.
      د حضرت صالح (ع) په هکله فرمايي:
      {فَلَمَّا جَاءَ أَمْرُنَا نَجَّيْنَا صَالِحاً وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ بِرَحْمَةٍ مِنَّا وَمِنْ خِزْيِ يَوْمِئِذٍ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ الْقَوِيُّ الْعَزِيزُ[66] وَأَخَذَ الَّذِينَ ظَلَمُوا الصَّيْحَةُ فَأَصْبَحُوا فِي دِيَارِهِمْ جَاثِمِينَ[67]}[سورة هود].
      ژباړه: بيا چي کله زموږ د پرېکړي وخت راغى نو موږ په خپل رحمت سره صالح او هغه کسان چي له هغه سره يې ايمان راوړى وو وژغورل او د هغې ورځي له رسوايى څخه موخوندي کړل. بېشکه همدا ستا رب ډېر زورور او لاسبرى دى. پاته سول هغه خلک چي ظلم يې کړى وو، نو يوې سختي زلزلې ونيول او په خپلو سيمو کي مړه وغورځېدل.
      دغه راز لوى څښتن فرمايي: 
      {وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ رُسُلاً إِلَى قَوْمِهِمْ فَجَاءُوهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ فَانْتَقَمْنَا مِنَ الَّذِينَ أَجْرَمُوا وَكَانَ حَقّاً عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِينَ [47]}[سورة الروم].
      ژباړه: او (اى محمده!) موږ تر تا د مخه هم پيغمبران د هغو ولسونو ته ولېږل. هغوى د روښانو دلايلو سره هغو ته ورغله، بيا چي چا جرم وکړ موږ غچ ځني واخيست او پر موږ د مومنانو مرسته لازمه ده.   
      البته کوم څه چي د دې سنتو د پلي کېدو په اړه د مخه تېر سوي دي، په اوسمهال او راتلونکې کي به هم دغسي کيږي
ان شاء الله. خو کله چي يې د هغسي پرهېزګارانوپه څرګندېدو سره اسباب برابر سي چي د لوى څښتن د نصرت او ملاتړ مستحق وي.
      ابن تيمية رحمه الله وايي:” که لوى څښتن مومنانو ته نصرت ورکړى وي، نو دا خو له دې امله وو چي هغوى مومنان وه. او دا ايمان د هغو د نصرت لامل وو او دا وصف په هغو کي موجود وو. خو کله چي به يې د خداى له امره سرغړونه وکړه او ايمان به يې نقض کړ، لکه د احد په جګړه کي، نو د دغسي ګناه پړه به پر دوى وه، ځکه نو لوى څښتن فرمايي: 
      {…وَلَنْ تَجِدَ لِسُنَّةِ اللَّهِ تَبْدِيلاً [62]}[سورة الأحزاب] .
      ژباړه: او ته به د الله په کړنلاره کي هيڅ بدلون ونه مومې.
په دې توګه د لوى څښتن هر سنت عموميت لري“.
      کله چي تاتاريانو شام ونيو شيخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله د لوى څښتن د همدغه سنت په رڼا کي د هغو پر ضد جهاد ته ورودانګل، مسلمانان يې د ليکونو په استولو سره جګړې ته وهڅول او ويې پوهول چي د دغه سنت له مخي برى د لوى څښتن د دوستانو او ماته د هغه د دښمنانو ده، هغه وليکل:
      ” پوه سئ چي نصرت د مومنانو دى او ښې پايلي د پرهېزګارانو په برخه کيږي. لوى څښتن د هغو سره دى چي تقوا غوره کړي او نېکچاري وي. دغه وګړي د خداى تر قهر لاندي او له منځه تلونکي دي. خداى سبحانه وتعالى موږ ته پر دوى باندي نصرت را په برخه کوي او زموږ غچ له دوى څخه اخلي. او بېله خدايه او بېله سمي لاري اخيستلو قوت او کاميابي نسته. نو زه تاسي ته د خداى د نصرت او ښه عاقبت زېرى درکوم.
      {وَلا تَهِنُوا وَلا تَحْزَنُوا وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ [139]}[سورة آل عمران]
      ژباړه: او مه سستي کوئ او مه غم کوئ اوهمدا تاسي لاسبري ياست که مومنان اوسئ.
      او دا هغه چاره ده چي موږ ته په يقين جوته سوې او په تحقيق رسېدلې ده. والحمد لله رب العالمين“.

٢. لوى څښتن هغه حالت چي پر يوه ولس راغلى وي نه بدلوي تر څو چي هغوى پخپله دغه حالت بدل نه کړي.
      { إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ }
[ الرعد:١١].
      دا د لوى څښتن هغه تل ترتله او همېشنى سنت دى چي په رڼا کي يې وګړي هغو ته د خير يا شر د پېښېدو پرمهال خپل مسؤوليت پر غاړه اخلي. ځکه لوى څښتن انسان ته تر يوې کچي آزادي او اختيار ورکړى دى او د ژغورني او هلاک لاملونه يې ورته څرګند کړي دي. کتاب يې ور استولى دى، پيغمبران يې ورلېږلي دي. نو په دې توګه بدلون له ده څخه پيل کيږي: د شر لوري ته وي که د خير لوري ته. لوى څښتن فرمايي: 
      {وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلاً قَرْيَةً كَانَتْ آمِنَةً مُطْمَئِنَّةً يَأْتِيهَا رِزْقُهَا رَغَداً مِنْ كُلِّ مَكَانٍ فَكَفَرَتْ بِأَنْعُمِ اللَّهِ فَأَذَاقَهَا اللَّهُ لِبَاسَ الْجُوعِ وَالْخَوْفِ بِمَا كَانُوا يَصْنَعُونَ[112]}[سورة النحل].
      ژباړه: الله د يوه کلي مثال راوړى دى. چي د ډاډ او بېغمۍ ژوند يې تېراوه او له هره لوري پرېمانه روزي ور رسېده. بيا يې د الله د پېرزوينو ناشکري وکړه. نوالله د هغه په اوسېدونکو د هغو کړنو په سبب چي تر سره کولې يې د لوږي او بېري خوند وڅکه.
      نو د نن او راتلونکو مهالونود اسلام بلونکو ته په کار ده چي د لوى څښتن پر دې سنت باندي ډېر ژورغور وکړي، ځکه دا د دعوت او بدلون په اړه ډېر ارزښتناک بنسټ او صحيح منهج جوړوي. بلکي دا د بيا رغښت او بدلون په چارو کي د رباني سننو اصل او بنسټ باله سي.
 
٣. ابتلا او ازميښت د مسلمانانو لپاره د لوى څښتن جاري سنت باله سي:
      د لوى څښتن دا سنت دونه څرګند دى چي شنني ته هيڅ اړتيا نه لري او په هکله يې له قرآن او سنتو څخه ډېرد لايل سته. دغه راز د پيغمبرانو او د هغو د پيروانو د ژوند پېښي او تجربې هم شاهدي پر ورکوي. په دې هکله د لوى څښتن دا ويناوي بسنه کوي:
      { الم[1]أَحَسِبَ النَّاسُ أَنْ يُتْرَكُوا أَنْ يَقُولُوا آمَنَّا وَهُمْ لَا يُفْتَنُونَ[2]وَلَقَدْ فَتَنَّا الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَلَيَعْلَمَنَّ اللَّهُ الَّذِينَ صَدَقُوا وَلَيَعْلَمَنَّ الْكَاذِبِينَ[3]}[سورة العنكبوت].
      ژباړه:الم. آيا خلکو دا ګڼلې ده چي يوازي په دغونه ويلو به پرېښوول سي چي :” موږ ايمان راوړى دى“ او وبه نه ازمويل سي؟ په داسي حال کي چي موږ هغه ټول خلک ازمويلي دي چي تر دوى دمخه تېر سوي دي.الله به هرومرو معلوموي چي څوک رشتينى دى او څوک درواعجن.
      دغه راز فرمايي:
      {أَمْ حَسِبْتُمْ أَنْ تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَأْتِكُمْ مَثَلُ الَّذِينَ خَلَوْا مِنْ قَبْلِكُمْ مَسَّتْهُمُ الْبَأْسَاءُ وَالضَّرَّاءُ وَزُلْزِلُوا حَتَّى يَقُولَ الرَّسُولُ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ مَتَى نَصْرُ اللَّهِ أَلا إِنَّ نَصْرَ اللَّهِ قَرِيبٌ[214]}[سورة البقرة].
      ژباړه: آيا تاسي دا ګڼئ چې همداسي به جنت ته ننوزئ. په داسي حال کې چې تر اوسه لا پر تاسي هغه هر څه نه دي تېر سوي، چې تر تاسي د مخه پر مومنانو باندي راغلي دي. پر هغو ستونزي راغلې، کړاوونه پرتېر سول، وبوږنول سول، ان تر دې چې د وخت رسول او د هغه مومنو ملګرو فريادونه وکړل چې د لوى څښتن مرسته به کله راسي؟ په هغه وخت کي هغو ته ډاډ ورکړه سو چې د لوى څښتن مرسته نژدې ده.    
      په دې ازميښت کي ډېر ستر حکمت نغښتى دى. او ګټي يې د مسلمانانو د سمي روزني، او د هغو د صفوفود پياوړتيا او سپېڅلتيا په هکله ډېري څرګندي دى. له دې امله ښايي چي مسلمانان دې سنت ته چمتو سي، زړونه پوري وتري او د دې ترڅنګ له لويه څښتنه د عافيت او ثبات غوښتنه وکړي.
      لکه چي تر دې سنت لاندي هغه سنت هم راځي چي د مهال په تودو او سړواړه لري، کوم چي د سختۍ په هوسايى بدلېده يا د هوسايى په ستومانى بدلېده او يا د ابتلا په سبب په مسلمانانو باندي د کفارو خوشالېده دي. لوى څښتن فرمايي:    
      {… وَتِلْكَ الْأَيَّامُ نُدَاوِلُهَا بَيْنَ النَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَيَتَّخِذَ مِنْكُمْ شُهَدَاءَ وَاللَّهُ لا يُحِبُّ الظَّالِمِينَ[140]}[سورة آل عمران].
      ژباړه: دغه ورځي دي چي موږ يې د خلکو ترمنځ اړوو را اړوو. ( د احد د جګړې ماته ) له دې امله وه چي الله د ايمان څښتنان څرګند کړي او له تاسي څخه ځينو ته د شهادت درجه ورکړي. او الله ظالمان نه خوښوي.

٤. د ظالمو ولسونو را پرځېده او له منځه تله پر خپل ټاکلي وخت تر سره کيږي:
      دکتور سلمي د دې سنت په اړه ليکي:” کله کله خلک ويني چي يو ولس داسي چاري تر سره کوي چي د عذاب او راپرځېدو وړ وي، خو بيا د هغه ولس را پرځېده نه ويني. په دې هکله موږ د دې بحث په پيل کي څرګنده کړه چي د لوى څښتن سنت هيڅ کله له پلي کېدو څخه نه راګرځي، خو د پلي کېدو عمر يې د افرادو ترعمر ډېر اوږد وي او بېله ټاکلي نېټې او د ټولو شرايطو د برابر تيا پرته نه واقع کيږي. لوى څښتن فرمايي:
      {وَلِكُلِّ أُمَّةٍ أَجَلٌ فَإِذَا جَاءَ أَجَلُهُمْ لا يَسْتَأْخِرُونَ سَاعَةً وَلا يَسْتَقْدِمُونَ[34]}[سورة الأعراف].
      ژباړه: د هر قوم لپاره د مهلت يوه ټاکلې نېټه ده. نوچي کله د کوم قوم ټاکلې نېټه پوره سي نه يو ساعت وروسته اچول کېداى سي او نه مخ ته بيول کېداى سي.
      دغه راز لوى څښتن فرمايي:
      {وَمَا أَهْلَكْنَا مِنْ قَرْيَةٍ إِلَّا وَلَهَا كِتَابٌ مَعْلُومٌ مَا تَسْبِقُ مِنْ أُمَّةٍ أَجَلَهَا وَمَا يَسْتَأْخِرُونَ[5]}[سورة الحجر]
      ژباړه: موږ چي تر دې د مخه هره سيمه هلاکه کړې ده، د هغې لپاره مو د عمل يو ټاکلى مهلت ليکلى وو. هيڅ قوم نه تر خپل ټاکلي وخت د مخه هلاکېداى سي او نه له هغه څخه وروسته پرېښوول کېداى سي.
      بيا فرمايي:
      {وَتِلْكَ الْقُرَى أَهْلَكْنَاهُمْ لَمَّا ظَلَمُوا وَجَعَلْنَا لِمَهْلِكِهِمْ مَوْعِداً[59]}[سورة الكهف]
      ژباړه: دا هغه کلي دي چي څنګه چي يې ظلم وکړ نو موږ هلاک کړل، او د هر يوه د هلاکت لپاره مو نېټه ټاکلې وه “.
      د دې سنت په اړه خبري موږ ته لارښوونه کوي چي د يوه بل سنت په هکله هم خبري وکړو کوم چي په لاندي ډول ښوول کيږي:

٥. د مهلت سنت:  
      لوى څښتن کفارو ته وخت ورکوي، چي پر خپلو ګمراهيو او ظلمونو نورهم ورزيات کړي او د لوى څښتن په مهلت مغرور سي، څو په مځکه کي د ظلم، لويى او سرکښۍ يوې ټاکلي پولي ته ورسيږي او نور لوى څښتن مهلت ورنه کړي. لوى څښتن د دوى د هلاکت وعده هرومروترسره کوي، ځکه الله عز وجل ظالم نه پرېږدي چي تر نامعلومي مودي ظلم وکړى. بلکي وخت ورکوي، څو تر ټاکلي انجامه ورسيږي، خو تر ټاکلي وعدې نه مخته کيږي او نه شا ته کيږي.   
      لکه چي ليدل کيږي اوس د مهلت دغه سنت امريکايانو او يهودو ته متوجه دى، کوم چي پر مسلمانانو يې ډول ډول زړه بوږنوونکي ظلمونه په لار اچولي دي. لوى څښتن فرمايي:
      {وَلا يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا أَنَّمَا نُمْلِي لَهُمْ خَيْرٌ لِأَنْفُسِهِمْ إِنَّمَا نُمْلِي لَهُمْ لِيَزْدَادُوا إِثْماً وَلَهُمْ عَذَابٌ مُهِينٌ[178]}[سورة آل عمران].
      ژباړه: دا مهلت چي موږ کافرانو ته ورکوو دادي د ځان لپاره خير نه ګڼي. دا مهلت د دې لپاره دى چي دوى په ګنهونوکي نور هم زياتوب وکړي. او د هغو لپاره خواروونکى عذاب دى.

٦. د مقابلې او مخنيوي او د حق او باطل تر منځ د جګړې او مبارزې سنتونه:
      دا د الهي سننوله ډېرو مهمو سنتونو څخه دى چي بايد ښه په پوه سو او ځني غافل نه سو. کله چي موږ د پيغمبرانو ولسونو ته د هغو د بلنو په هکله فکر وکړو، نو دا سنت په ډېره څرګندتيا راته ښکاري.
      کله چي داود (ع) کافر جالوت وواژه او مسلمانان د طالوت په مشري بريالي سول، نو لوى څښتن وفرمايل:
      {فَهَزَمُوهُمْ بِإِذْنِ اللَّهِ وَقَتَلَ دَاوُدُ جَالُوتَ وَآتَاهُ اللَّهُ الْمُلْكَ وَالْحِكْمَةَ وَعَلَّمَهُ مِمَّا يَشَاءُ وَلَوْلا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَفَسَدَتِ الْأَرْضُ وَلَكِنَّ اللَّهَ ذُو فَضْلٍ عَلَى الْعَالَمِينَ[251]}[سورة البقرة].
      ژباړه: په پاى کي د الله په امر هغو کافران وځغلول او داود جالوت وواژه او لوى څښتن هغه ته سلطنت او حکمت ورپه برخه کړ او هر هغه څه يې ورزده کړل چي د لوى څښتن خوښه وه. که لوى څښتن په دغه ډول ځيني خلک په ځينو نورو له منځه نه وړلاى، نو خامخا به د مځکي نظام ګډ وډ سوى واى. خو دا پر نړيوالو باندي د لوى څښتن لوى فضل دى ( چي په دې ډول د ورانيو د مخنيوي لاري چاري برابروي ).
      دغه راز لوى څښتن مسلمانانو ته د جګړې د اجازې په هکله فرمايي:
      {أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَإِنَّ اللَّهَ عَلَى نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ[39] الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِنْ دِيَارِهِمْ بِغَيْرِ حَقٍّ إِلَّا أَنْ يَقُولُوا رَبُّنَا اللَّهُ وَلَوْلا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيراً وَلَيَنْصُرَنَّ اللَّهُ مَنْ يَنْصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ [40]}[سورة الحج].
       ژباړه: هغو کسانو ته اجازه ورکړه سوه چي پر خلاف يې په جګړه لاس پوري کيږي، ځکه چي هغوى مظلومان دي او لوى څښتن په يقيني ډول د هغو د ملاتړ وس لري. دا هغه کسان دي چي له خپلو کورونو څخه په ناحقه وايستل سول. يوازي په دې جرم چي وايي: ” زموږ پروردګار لوى څښتن دى“.که لوى څښتن ځيني خلک په ځينو نورو دفع نه کړي، نو خانقاوي، کليساوي، عبادتځايونه او جوماتونه چي په هغو کي د لوى څښتن نوم ډېر ياديږي، ټول به ونړول سي. او لوى څښتن به هرومرو د هغو کسانو سره مرسته وکړي چي د هغه مرسته وکړي. لوى څښتن ډېر زورور او لاسبرى دى.
      د حق او باطل ترمنځ جنګ او کشمکش له هغه مهاله پيل سوى او رامنځ ته سوى دى چي حضرت آدم (ع) او ملعون ابليس په مځکه کي مېشت سول او د لوى څښتن حکمت دا تقاضا وکړه چي تر څو دا مځکه او پرهغې باندي خوځنده وي، د لوى څښتن د ډلي او د شيطان د ډلي ترمنځ به دا جګړه روانه وي. خو ضرورت نسته چي مدافعه يا جګړه دي په وسله او مرګ ژوبله وي. بلکي کېداى سي چي داجګړه بېله دې وو څخه وي او مرګ ژوبله د دې جګړې له مراحلو څخه يوه مرحله باله سي. پردې بنسټ د باطل پر ضد د دلايلو اقامه کول هم مدافعه بلل کيږي. او د حق په هکله د شبهو او شکونو له منځه وړل هم مدافعه باله سي. په ښو امر او له بدو منع هم مدافعه ده. د کافرو او ظالمو دښمنانو پر ابتلا صبر او پر دين استقامت هم مدافعه او جګړه ده.
      خو د لوى څښتن په لار کي جهاد او مرګ ژوبله د دې مدافعې او جګړې په سر کي راځي. لوى څښتن په حق سره پر باطل وارى کوي او دا حق د باطل سر داسي ماتوي چي ګورې بيا محو سوى وي.
      { بَلْ نَقْذِفُ بِالْحَقِّ عَلَى الْبَاطِلِ فَيَدْمَغُهُ فَإِذَا هُوَ زَاهِقٌ }
[الانبياء ٢١ :١٨]
      ژباړه: بلکي موږ په حق سره پر باطل وارى کوو او دا حق د باطل سر داسي ماتوي چي ګورې يې بيا محو سوى وي.
      او تر څو چي دلته حق او باطل وي جګړه به هم وي او مدافعه او يو له بله مخنيوى حتمي باله سي. خو دا جګړه د بشريت د خير ښېګڼي لپاره ده، که څه هم په دې کي ستونزي او ناخوښۍ سته. دغه مشکلات د هغو سترو مفاسدو په وړاندي چي د فساد د دفعي او د باطل سره د جګړې د نه کېدو په صورت کي رامنځ ته کيږي، ډېر کوچني او ساده دي. لکه چي د مخه د لوى څښتن په دۍ وينا کي څرګنده سوه:{…وَلَوْلا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَفَسَدَتِ الْأَرْضُ…[251]}[سورة البقرة].
      او دا د حق پر خاوندانو فرضوي چي پردې سنت په ټينګه کړنه وکړي او د باطل او باطل پالو د دفعي، د حق د احقاق او د هغه د پلويانو د پياوړي کولو، د لوى څښتن عبوديت او توحيد ته د تښتېدونکي بشريت د ورګرځولواو له شرک او مفاسدوڅخه د هغو د را ايستلو لپاره کلکه مدافعه او جدي او نه ستړي کېدونکي هلي ځلي وکړي.   
      هغه کسان چي د باطل او مفسدينو سره د مدافعې له سنتو پرته د اصلاح راوستلو او مفاسدو د له منځه وړلو تمه لري، هغوى لوى څښتن ته د بلني په لار کي د پيغمبرانو له هغي طريقې څخه چي هغه دوى ته خوښه کړې او غوره کړې ده ګوښـه کيږي. او هغه کسان چي د فساد او ورانکارو سره د مدافعې له ستونزو څخه بېريږي او سلامتيا خوښوي، دوى به هيڅکله له ستونزو او تکليفونوڅخه خلاص نه سي، بلکي دوى تر دې په سترو بخولو او کړاوونو اخته کيږي، چي په خپل دين، ځان او شتو کي به يې تجربه کړي او دا د پټه خوله کېدو، د ناسم اند او د دنيا د ژوند دغوره کولو پايله او بيه ده. 
سيد قطب رحمه الله وايي:” د طاغوت له عبوديت څخه د را وتلواو د لوى څښتن د دين د غوره کولو تکاليف چي هر څونه ستر او مشکل وي، بيا هم د طواغيتو د عبوديت تر تکليفونو لږ او آسانه دي. د طواغيتو د عبوديت تکليفونه خورا ناوړه دي. په دغو تکليفونو کي که څه هم سلامتيا او امن او د ژوند او مقام او رزق په هکله ډاډ وي، خو بيا هم ډېربد دي.
      دا ډېر بطي او اوږده  تکليفونه دي. دا داسي تکليفونه دي چي د انسان ذات ته متوجه دي. ځکه دا په انسانيت کي نسته چي انسان دي د انسان بنده وي. تر دې به بل شر او ناوړه عبوديت کوم وي چي يو انسان هغه څه ته سر ټيټ کړي چي بل انسان يې د قانون په توګه په مني؟! او تر دې به بل شر او ناوړه عبوديت کوم وي چي د يوه انسان زړه د بل انسان په اراده، او د هغه په خوښه ياغضب پوري تړلى وي؟! او تر دې به بل شراو ناوړه عبوديت کوم وي چي د انسان د چاروعاقبت د ده غوندي بل انسان په هوا او خواهشونو او شهوتونو اړه ولري؟! او تر دې به بل شراو ناوړه عبوديت کوم وي چي يوه انسان ته بل انسان واګي وراچولي وي اوهر رنګه چي يې خوښه سي هغسي يې کشوي؟!
      تر دې چي کار پر دې ځاى نه دريږي، بلکي ټيټتيا تر دې پولي رسيږي چي خلک د طواغيتو په وړاندي دونه لېزيمه سي چي د دوى د شتو واک اختيار هم په داسي توګه د طواغيتو سي چي نه يې قانون له هغو څخه ساتلاى سي نه بل څه.
      دغه راز د خلکو د اولادونو واک اختيار هم د طواغيتو سي. طواغيت د دوى اولادونه د خپلو خوښو سره داسي سم روزي چي ټول اندونه، افکار، اخلاق، کړه وړه او عادات يې د طواغيتود هيلو سره سم سي او په دې ډول يې د خپلو کرغېړنو هيلواو موخو قرباني کړي اوله ککريو او جسدونو څخه يې د خپلو ځانونو د مجد او سترتوب نخښي جوړي کړي. ان خبره تر دې ورسيږي چي بالاخره پلار خپله پېغله لور له هغو بدکاريو څخه چي طواغيت يې ځني غواړي يا يې اجازه ورکوي نه سي منع کولاى. چي کېداى سي دا کار د طواغيتو لخوا په وچ زور عملي سي، لکه چي په تاريخونو کي يې بېخي ډېر مثالونه سته او يا يې د ښووني او روزني  له لاري او يا په نورو لارو چارو ترډول ډول شعارونو لاندي داسي وروزي او د فحشا او فجور داسي لاري چاري ورته برابري کړي چي د طواغيتو د شهوتونو د ترسره کېدو لپاره د لوټ سوو او حلالو سووشتو په څېروګرځي.
      نو هغه څوک چي فکر کوي چي بېله خدايه، د طواغيتو په واکمني کي د دوى شته، عزت او ژوند او د دوى د زامنو او لوڼو ژوند خوندي کيږي، په چټي خيالونو سر دي او په واقعيتونو يې سر نه دى خلاص سوى “ (في ظلال القرآن: 3/1318، 1319مخونه).


ددې سلسلې نهه نورو مقالو لوستل له لراوبر ډاټ کام څخه مه هېروئ .

Copyright Larawbar 2007-2024