د ناټو درې پوځیان ووژل سول

ډاکټر نثار احمد صمد | نوومبر 1st, 2009


د ایساف خبر پاڼه خبر ورکوی چی د دوی دوه پوځیان پرون د افغانستان په جنوب کی د ماین په چاودنه کی ووژل سول . خو د عسکرو هویت او د چاودني ځای یې نه دی ښودلی .
د برتانیې ډیلی ټلګراف ورځپاڼه لیکی چی پرون یو برتانوی پوځی د هلمند په سنګین ولسوالي کی د طالبانو د ماین قربانی سو . په دې سره په افغانستان کی د برتانوي پوځیانو تلفات ۲۲۴ ته ورسېدل .

Copyright Larawbar 2007-2024