کور / تازه خبرونه / بلوچستان: ۸ فټبال لوبغاړي په ټرافيكي پېښه كې مړۀ شول

بلوچستان: ۸ فټبال لوبغاړي په ټرافيكي پېښه كې مړۀ شول

د بلوچستان ايالت د قلات سيمې د فټبال لوبډلې لوبغاړي د دې ايالت خضدار سيمې ته د لوبې لپاره تللي وو او تر لوبې وروسته بيرته قلات سيمې ته په يوۀ فلاينګ كوچ موټر كې د ستنېدو په حال كې وو چې سوراب سيمې ته نيژدې له ډرېور څخه بې قابو شو او د سړك له غاړې له ولاړ ټرك سره يې ټكر كړ چې په نتيجه كې يې د قلات سيمې اته تنه فټبال لوبغاړي مړۀ شول او د څو نورو لوبغاړو په شمول يوولس تنه سخت ټپيان شول. ټپيان په سمدستي توګه د سوراب سيمې روغتون ته انتقال شوي دي چې د ځينو حالت پكې د اندېښنې وړ ښوول شوى دى. پوليس وايي د ولاړ ټرك ډرېور يې نيولى دى، خو هغه وايي چې دۀ ته كومه ګناه نه شته ځكه چې وايي د مسافرو فلاينګ كوچ موټر د دۀ په ولاړ ټرك كې وهلى شوى دى.