کور / هراړخیز / که چېرې مو په نورو سياروکې ژوند کاوۀ وزن به مو څومره و؟

که چېرې مو په نورو سياروکې ژوند کاوۀ وزن به مو څومره و؟

 


که په ځمکه سربېره  مو په نورو سيارو کې هم ژوند کاوه ،نو  هغه وزن،چې په ځمکه کې  مو درلود له نورو سيارو سره توپير کاوه .ځکه د هرې سيارې د جاذبې قوه د بلې سيارې له جاذبې قوې سره فرق لري ،چې له امله يې په وزن کې توپېر راځي. لاندې څه چې لولو داسې دي ،چې که چېرې د ځمکې پر مخ يو شى يو کيلو وزن ولري هماغه څيز به په نورو سياروکې بې له دې چې  کم يا  اضافه کړو څومره وزن ولري؟


که چېرې مو په ځمکه وزن يوکيلوګرام وي


د لمر په سطحه به مو وزن ٩\٢٧ کيلوګرام وي.


دعطارد په ځمکه به مو وزن ٣٨\٠ کيلوګرام وي.


په سپوږمۍ کې به مو وزن ١٧\٠ کيلوګرام وي.


دمريخ په سطحه به مو وزن٣٨\٠ کيلوګرام وي.


دمشتري په ځمکه به مو وزن٥٤\٢ کيلوګرام وي.


په زحل کې به مو وزن ٠٨\١ کيلوګرام وي.


د اورانوس په ځمکه به مو وزن٩١\٠ کيلوګرام وي.


د پلوټو په سطحه به مو وزن٠٦\٠ کيلوګرام وي.


په زهره سياره کې به مو وزن٩١\٠ کيلوګرام وي.


د نيپټون په ځمکه به مو وزن ٩١\١ کيلو ګرام وي.