کور / شعر / د زړه ږغ

د زړه ږغ

د سردار علي ټکر په ښکلي ږغ کي د يوې نوم ورکي پېغلي د زړه ږغ










 


 


 


 



سردار علي ټکر


عمر مي بس دغه و
چي تير په دغه رنګ شولو
يو خوا عشق يي
يوارمان کي
ي، جنون ک کي
يو لټون کي
بس په تا پسي جانانه


زما په خيال کي ته وې
زما په خوب کي ته وې
زما په زړه ، زما ځيګر زما احساس کي ته وې


نو ځکه ما درپسي
لاري سار کړلې
تياري رڼا کړلې
شپې مي سبا کړلې
په دې لټون کي ګله
کله خندلي مي دي
کله ژړلي مي دي
د وسوسو په ټال کي
کله ځنګلي مي دي
ستا په تلاښ کي جانه
ما خپل ژوندون وبايلو
سترګي نظر ، سترګي ځيګر مي بايلود
ژړ ماځيګر ، ستړی ماښام او سپين سهار مي بايلو


خو اخير ومي موند
داسي ښکاره سوه راته
چي ته هم زما په تمه
په انتظآر وې زما


خو
تاته چي ما وکتل
سترګو دي سوال وکړ
چي
اې د ښايست ملوکې
تر اوسه چيرته وې ته
تر اوسه چيرته وې ته
تر اوسه چيرته وې ته


بيا لږ حيرانه سولې
لږ پريشانه سولې
چي ددې تکو لارو نه
ددې اوږدګو لارو نه
څنګه راتيره سولې
څنګه راتيره سولې


ما ويل خدای غني باچا دی
اوريدونکی د هر چا دی
که ژوند غواړي لږ دمه کړه
دا غه نن شپه دلته وکړه


وای چي لوی الله
لوی الله لوي يې دربار دی
درکوي يې  درکوي يې
درکوي يې درکوي يې


ما ويل تنده مي شپه ماته
ټول غمونه مي شوه شاته
اوس به ټول عمر خنديزم
نور به چيري نه ژړيړم
نور به چيري نه ژړيږم
نور به چيري نه ژړيږم


خو
چي ځان ته مي لږ پام سو
نو وماته جوړ ماښام و
د مستۍ په ميکده کي
خالي شوی زما جام و
زما سترګي سوې بې نوره
شونډي يخي بې سروره
خوشالي لاړه پاناسوه
د زړه خونه مي تالا سوه


نو
څنګ به تالره درځمه
څنګ به ستا ديدن کومه
څنګ به تا محسوسومه
څنګ به تا زه ښکلومه


اې زما د سترګو توره
اې زما د زړه کراره