کور / شعر / دکلي ماذدیګر

دکلي ماذدیګر


لمر وې زرېنې کړې خپلې تتې وړانګې


دتیارو غیږ ته یې سپارلې وی اجل نېولې وړانګې


دغره په سر وه داسمان سره لمن


غوړېدلې، خوب نېولې


پاس دتوتو په لښتو چیغه هار دتوتکیو


زړه ته نېغې ور وستلې دخدای ښکلې نغمې


دلنډې غونډۍ په سر په هاغه پنډه تیګه


دڅیوڅیوکو خال اذان غږېده


پاڼې ټولې وې را ټولې په اتڼ وې په ګډا


نري باد وې اخته کړې په چکچکو په نڅا


د چېنې خوا ته وې را غونډې


دبر او کوز کلي ټولې پیغلې




په نازکو او پستو لپو یې


ډکول په غمیو پوښلي منګي


وه دمستۍ او دځوانۍ شېبه


په کړس خنداوو وه را ګېره


دماذدیګر هغه رنګینه فضا


دګودر غاړه وه له شور ماشوره ډکه


ترنګ دجامونو له منګو واته


دسپینو لېچو له بنګړو به چې شرنګ شو پورته


څه وه دخدای په نعمتونو اورېدلې سیمه


خدایه تل لرې ژوندی


ها دکلي


هغه زرین او میئن ماذدیګر


 


 وزیر اکبر خان – اشنا تلویزیون ۲۱ جنوري ۲۰۰۸