" /> " /> " /> " /> – لراوبر ویب پاڼه

په ټوله نړۍ کي مېشت افغان ولس ته زيرئ ورکوو چي په لومړي ځل په پښتو ژبه د امن او تشدد د لاري د ستر مبارز خان عبدالغفار خان ( باچاخان ) د ژوند ، مبارزې او اثارو په اړه يوه ځانګړې ويبپاڼه د ښاغلي ډاکټر يحیی وردگ په هاند او هڅه د لراوبر ويبپاڼي په همکاري د خان باچاخان د يويشتم تلين په لومړۍ ورځ پرانستل سوه .

د باچاخان د پاره ددې ځانګړې ويبپاڼي د چلولو  او  موادو راټولولو چاري د فرهنګپال او ولسپال  شخصيت ښاغلي ډاکټر يحیی وردګ له خوا پر مخ بېول کېږي .

په داسي حال کي چي ( لراوبر افغان ولس ) هره شېبه د نا امنۍ او تشدد په اور کي سوځيږي ، د لراوبر ويبپاڼي اداره له ټولو درنو لوستونکو دا هيله کوي چي د خان باچاخان د امن او عدم تشدد تګلاري په پوهاوي او خپرولو کي پوره ونډه واخلي .

پته :

Larawbar.com/bachakhan

تبصره نسته

  1.  رحمتي ګيلانوال
    دمباره كي پيغاام
    دلراوبر دپاڼي
    ميړنيوكاركونكوته نيكي هيلي اوځولي سلامونه لابرياليتوب موغواړم ،نن مي ستاسو په
    پاڼه كي دباچا خان په نامه ديو نوي پاڼي دخپريدو خبروليد.

    تاسواو ښاغلي ډاكتر صاحب يحي وردګ ته ددي نوي ستر كار او هځومباره
    كي واړاندي كوم ،تاسويوه لويه تشه ډكه كړه په دي كار سره مو دبښتنو ځلميانوډير ستر
    كار او خدمت ته ملا وټړله او دي كار ته مو تول اولس درته په دره ناه او دقدر په ستر
    ګه ګور ي.

    پر تاسو ميړنيو او خپولواكو پښتنو دي وياړ وي اولا دبركت سړي شې
    ،په اوسني عصر كي باچاخان هغه ستر انسان وو چې خپواكي او نوي ژوندته دتلو لاره يې
    له جكړو پرته غوره كړي وه ،نن دده تول خبري ريښتيا سو چې په علم سره برياليتوب
    ترلاسه كول گټور دي .
    موږ بايد ددي ستر انسان په لاره قدمونه پورته كړو تر ځو
    ديوه لوي افغانستا ن په جوړولوكي پر مخ ولاړسو .
    له ټولو دعلم قلم لرونكو او
    مينه والو ځخه هيله كوم په ټول توان له دي پاڼي سره هر ډول مرسته وكوي .
    موږ
    وياړو چې داسې ستر انسانان لرو چې ټول ژونديې له هرډول امتياز پرته خپلو خلګوته
    خدمت وكاوو ،دزماني له تيارويې اولس دروښانه سـباوون په لوري رهبري كو،ستاسو نه بيا
    هم ډيره مننه چې ددي پاڼي دپرانستلولپاره ملاوتړله – په پښتني مينه مو
    لمانځم .

    ګيلانوال دبي

  2. زه د ښاغلي ډاكټريحيى وردګ څخه يوه نړۍ مننه كوم چې د ستر مبارز خان عبدالغفار خان (باچا خان ) د ژوند، مبارزې او اثارو په اړه يوه ځانګړې ويبپاڼه جوړه كړى زه ډاكټر صيب ته د لوى څښتن تعالى څخه د لا برياليتوب هيله كوم خان عبدالغفار خان داسې يو ستر مبارز وه چې په نړۍ كې ډير خلك احترام او د هغه د لارې پيروان ځانونه ګڼي

  3. اوس پيت پزي چينايان هم له لراوبر سره ټوکي کوي ، اې وخورئ دا کورمکي سترګي . ( د لراوبر د تبصرو مسول لخوا )