تازه خبر:طالب قوماندان ملا ذكريا ووژل شو

34 | جنوري 21st, 2008


ملاذكريادكندهار ولايت په ژېړۍ ولسوالي كې دملنګانو په كلي كې وژل شوى دى ، له ده سره دهغه كور يوځوان هم وژل شوى چې نوموړى يې دشپې له مخي په كور كې بيده وو، ملاذكريا دافغان ځواكونو او ايساف پوځيانو په ګډو عملياتو كې خپل ژوند له لاسه وركړى دى پر ده باندي عمليات په داسي حال كي شوي چې نوموړى له خپلو ملګرو پرته يوځاى كې بيده وو. دسيمې يوه بل طالب قوماندان لراوبر ويپاڼي ته وويل چې ملا نور ذكريا دجاسوس په مټ وژل شوى او دده په خبره دجاسوس دنيولو هڅي پېل شوې دي خو تردامهاله لا هم په دې تور څوك نه دى نيول شوى.  .  

»

Copyright Larawbar 2007-2024