کور / تازه خبرونه / دملي شورا درېیم تقنیني کال پيل شو.

دملي شورا درېیم تقنیني کال پيل شو.

دافغانستان دملي شورا د دواړو جرګو درېیم تقنیني کال د ولسمشر حامد کرزي په لوې وینا سره پیل شو، ( دا وينا اوس د لراوبر ويبپاڼي له خوا په متن کي هم خپره سوې ده ، له دې ځايه يې کليک کړئ )  په سرکې دقران عظیم الشان له تلاوت وروسته دملي دفاع وزارت دمیوزیک بانډو له لوري ملي سرود وغږول شو، ورپسې دولسي جرګې مشر یونس قانوني لنډې خبرې وکړې، یونس قانوني په خپلو خبرو کې وویل چې ولسي جرګې تیر کال په پوره بریا سره پای ته ورساوه، هغه وویل سم نیمايي قوانین یې جوړ کړل او نور تقنیني کتلني چارې یې بشپړې کړي دي. هغه دولسي جرګې او مشرانو جرګې دټولو هغو غړو په وژنه یو ځل بیا اندیښنه وښوده چې دتیر کال په ترڅ کې وژل شوي دي. ولسمشر حامد کرزي بیا په اوږدو خبرو کې دخپل حکومت په ټولو بریاوو رڼا واچوله، ولسمشر کرزي دبیارغونې چارې په تیر یوه کال کې دخپل حکومت مهمې لاسته راوړنې وبللې، ولسمشر کرزي په خپلو خبرو کې په کلیو کې دملي پيوستون کارونه ګټور وبلل ولسمشر کرزي دبریښنا درسولو له چارو نه ننګه وکړه، وی ویل چې ډیری بریښنا کوټونه یې رغولي. دباندني سیاست په اړه ولسمشر کرزي وویل چې دامریکا له متحدو ایالاتو او داروپا له نورو هیوادونو سره داوږدې مودې لپاره دښو اړیکو یادونه وکړه وی ویل چې له پاکستان او نورو ګاونډیو هیوادونو سره یې ښې اړېکې لرلې. ولسمشر کرزي دمدني ټولنې دخوندي کولو لپاره دخپل حکومت دهڅو ستاینه وکړه وی ویل چې تر درې سوو پورې رسنیو کار پیل کړې، په لسګونو تلویزیوني شبکې په کار اخته دي، ولسمشر کرزي وویل چې بیان ازادۍ لپاره یې ډیری کار کړی دی. ولسمشر کرزي دا ډول وویل چې په وروستیو کلونو کې ترورستانو دهیواد ښوونځي وران کړي. هغه وویل چې دهیواد په ډیرو سیمو کې زیات زده کوونکي ښوونځیو ته تللی نه شي،