کور / تازه خبرونه / كندهار:پوليسو لسګونه كسان نيولي دي

كندهار:پوليسو لسګونه كسان نيولي دي

دكندهار په امنيه قوماندانۍ كې اوس هم ډېرى كسان ترپوښتنو ګروېږنو لاندي دي ، د دغو كسانو لويه برخه دژيړۍ ولسوالۍ څخه نيول شوي او يوشمېر نور يې دپنجوايي او ميوند ولسواليو څخه نيول شوي دي ، يوه پوليس افس چې خپل نوم نه اخلي لراوبر ويپاڼي ته وويل چې پوليسو داكسان دطالبانو سره دتړاو په تور نيولي دي ،دنيول شويو كسانو دقيقه شمېره نه ده روښانه خو سرچينې يې شمېره لسګونه ياده كړه .تر دامهاله دكندهار چارواكو رساً په دې اړوند څه نه دي ويلي .