دهندوستان بمبۍ ښار ته تلونكي بس موټر دچپه كېدو له كبله لږ ترلږه 38 كسان وژل شوي او 40 نور ټپيان دي بس دناسك ښاره بمبۍ ته روان وو چې دپېښي سره مخامخ شو ، پوليس وايي چې په وژل شويو كسانو كې ښځي او واړه ماشومان هم شامل دي ، بس يوې لويي كندي ته لوېدلى او پېښه شوې ده ، دپوليسو په وينا ددغه موټر بريك كار پرې ايښى وو او له دې كبله دپېښي ښكار سو. په ګاډي كي ټول اتيا كسان سپاره وو چې يوازي دوه يې روغ وتلي دي .