تازه خبر:دناټو يوسرتېرى ووژل شو5 ټپيان دي

34 | جنوري 21st, 2008


ناټو ځواكونو لراوبر ويپاڼي ته په رالېږلې خبر پاڼه كي ويلي چې دافغانستان په سويل كې يوسرتېرى وژل شوى او پنځه نور يې ټپيان دي . خبرپاڼه دسرتېري هويت او دپېښي دقيق ځاى نه ښيي خو وايي چې ټپي سرتېري يې ددرملنې لپاره روغتون ته رسولي دي . افغان چارواكو هم تر دامهاله په دې اړوند څه نه دي ويلي خو تېره شپه وسلوالو طالبانو لراوبر ويپاڼي ته وويل چې دهلمند موساكلا ولسوالي ته نېژدې يې دناټو ځواكونو پر دوو موټرو دريموټ كنټرول بم بريدونه كړي او دطالبانو په وينا مرګ ژوبله يې وراړولې ده .

»

Copyright Larawbar 2007-2024