کابل: په ټاکنو کی د ډاکټر عبدالله نه ګډون یوه اوازه ده.
جمهوری ریاست ته د کاندید ډاکټر عبدالله عبدالله د کمپاین مسول هغه اوازی رد کړی چی ګواکی ډاکټر عبدالله د خپلو وړاندیزونو د نه منلو په صورت کی په دوهم ځل ولسمشریزو ټا کنو کی ګډون نه کوی.
د ډاکټر عبدالله عبدالله د کمپاین یو مسول علی رضوانی وایی د ډاکټر عبدالله او ولسمشر حامد کرزی تر مینځ په را روانو ټاکنو کی د شفافیت په اړه خبری روانی دی او ډیر ژر به خپله ډاکټر عبدالله عبدالله د خبرو د څرنګوالی ، او د خپل راتلونکی دریځ په اړه یوی خبری غونډی ته معلومات ورکړی.
ډاکټر عبداله په ټاکنو کی د رڼښت لپاره د انتخاباتو د خپلواک کمسیون د مشر عزیزاله لودین دې دلیری کولو، دیوشمیر وزیرانو او د سیمه ایزو ارګانونو د رئیس د ندو دځنډولو او په ځینو وزارتونو او ولایتونو کی د خپلو څارونکو دځای پر ځای کولو غوښتنه کړی وه. بل خوا بیا د ټاکنو د خپلواک کمیسیون چارواکی وایی پدی پړاو کی هیڅ یو کاندید د انصراف حق نلری او باید په هر ډول چی کیږی ټاکنی تر سره شی که چیری دا کار وشی نو پدی اړه به بیا د ټاکنو کمیسیون خپله پریکړه وکړی.