کابل: دنشه یی توکو لسګونه قاچاق وړونکی دقانون منګولو ته سپارل شوی دی.
دنشه يي توکو پر وړاندی دمبارزي ځانګړي عدلي او د قضايي قووا چارواکي وايي د سږکال په دوهمه ربع کي یی د نشه یی توکو ١٢٤ قاچاق وړونکو ته سزا ورکړی ده.
د نشه يي توکو خلاف دمبارزي د ځانګړي څارنوالي عمومي ريس احمد بيک قادري د شنبی پر ورځ په کابل کی یوی خبری غونډی ته وویل ددغو محکوموقاچاق وړونکو په منځ کي ١٩ کسان د کابل ١٩ د ننګرهار ، ٧ د کندهار ، ٢٠ د هلمند ، ١٢ د هرات ، ٢ د بغلان ، ٣ د بلخ ، ٣ د بدخشان، ٣ د تخار، ٢ د بادغيس او ١ کس د با ميانو ولايت اوسيدونکي دي.
دغه راز ښاغلي قادري وایی د سږکال په دوهمه ربع کي ٤١٠ کيلو ګرامه هيروئين، ٢٩ ګيلو ګرامه مورفين، ١٠٧٦٨ ګيلو ګرامه ترياک، ٥٤٣٩ کيلوګرامه هغه کيمياوي مواد چي د مخدره توکو په جوړولو کي کارول کيږي اړونده څانګو ته سپارل شوي دي.
د نشه يي توکو دغو ١٢٤ قاچاق وړونکو ته په داسي حال سزا ورکول شوي چي څه موده مخکي د افغانستان جمهور ريس حامد کرزي د نشه يي توکو 5 لوي قاچاق وړونکي چي پخوا په بند محکوم او بنديان وو وبښل.