دزابل كډوال دسرپناه دنه درلودلو له امله شكايت كوي

د لراوبر اداره | اکتوبر 31st, 2009



دزابل ولايت یو شمیرهغه ګډوال چی له بهر څخه راستانه شوي
 وایی که دولت ورته دسرپناه لپاره ځمکی ور نه کړی نودوی به په مظاهرولاس پوری کړی
دوی دګډوالودرياست  پر چارواکونیوکه کوی اووایی دغه چارواکو دوه كاله مخكي دځمکو پیسی هم تری اخیستی خو ځمکی یی لاتردامهاله نه دی ورکړی ،په دي اړه يوتن كډوال حبيب الرحمن لراوبر ته خپلي ستونزي داسي بيان كړي(( دسرپناه  لپاره ځمكه نلرم دكډوالو په رياست كي مي دوه كاله مخكي روپي تحويل كړي دي
خوتراوسه يي ځمكه نده راكړي كه دولت ځمكه رانه كړي نوموږ به لويه لاره بنده كړو))

دزابل دكډوالو ريس مطع الله  لراوبر ته وويل چه دوی دوزیر په لارښونه دځمکودویش نوی پلان ترلاس لاندی نیولی ، نوموړي زياته وي چه ددي پلان په عملي کولوسره به یی دخلکوروانی ستونزی حل شی

دیادونی وړده چی زابل ته راستانه شوی کډوال په داسی حال کی دځمکو غوښتنه کی چی لااوس هم یوشمیرګډوال دکورنودنشتوالی له امله  په خیمو کی ژوند کوی .

Copyright Larawbar 2007-2024