کور / راپور / په سنځاوۍ كي ادبي غونډه وسوه

په سنځاوۍ كي ادبي غونډه وسوه

په سنځاوۍ كي ادبي غونډه وسوه

د پښتو ادبي پاڅون سنځاوۍ له اړخه د سنځاوۍ هايي سكول په تالار كي يوه ادبي غونډه وسوه
نن هفته چي د اكتوبر له يو دېرشمي نېټې سره سمون خوري د لورالايي په سنځاوۍ نومي ځاى كي يوه ادبي غونډه وسوه، دا غونډه چي په دوو برخو وېشل سوې وه په لومړۍ برخه كي د شاعر او ليكوال مبارز دومړ په شعري ټولګه (هر باڼه په اوښكو لوند دى) چي اوس تازه له چاپه راوتلې ده باندي مقالې ولوستل سوې، مقاله نګارانو لكه صالح سارنګزي، رشيد اكمل، ډاكټر هرات خان ناصر، او سيد خير محمدعارف په خپل خپل وار سره خپلي خپلي مقالې ولوستلې چي د كتاب ښېګڼي او بد ګڼي يې په ګوته كړې، د دې برخي مشري قاري جمال الدين مسافر كوله او د سټېج چاري يې دريا خان حقمل تر سره كولې.
ورپسې د سولي تر سرليك لاندي يوه ازاده او خوندوره مشاعره وسوه.
د دې برخي مشري سيد خير محمد عارف صاحب كوله.
په دې غونډه او مشاعره كي چي د ورځي په دريو بجو پيل او د شپي ناوخته پاى ته ورسېده د سوهيلي پښتونخوا له ټولي سيمي څخه راغلوشاعرانو ليكوالانو او د ادب مينه والو ګډون درلود .