کور / کیسه / زندۍ شوی تصوير

زندۍ شوی تصوير


هغه په معصومه ژبه راته وويل: ((دا تصوير وينې! دا زندۍ شوی .))
ما تصوير ته په زير سره وکتل د يوې ونې انځور و چې ټولې پاڼې يې رژيدلې وې.د هغې ونې په تن کې د يوې ښځې څيره ښکاريده.د ونې ﻻندې د رژيدلو پاڼو پر سريو سړی ناست و، او داسې راته ښکاريده لکه هغې ونې چې له خپلې رژيدلو پاڼو نه يوعرش ورته جوړ کړی وي.او د هغه راحت  لپاره يې خپلې پانې اواری کړې وې.
 (( په دې کې خو هيڅوک هم نه  دي زندۍ شوي)) له ځان سره مې وويل.
هغه لکه چې زما خيال لوستلی وي ،په موسکا راته وويل: ((په دې کې ته ځان نه وينې؟))
ما وويل: ((هو د دې ښځې څيره له ما سره ورته والۍ لري.))
هغه په خندا تر ﻻس ونيولم او د بل تصوير مخ ته يې ودرولم او بيا يې راته وويل: ((دا تصويروينې؟دا هم زندۍ شوی.))
په هغه تصوير کې يوه ښځه وه چې د  سمندر تر څنګ په  يوه ګوښه څنډه کې ناسته وه  اواوښکو يې سمندر ته اوبه ډالۍ کولې.
زه حيرانه شوم او ومې ويل: ((په دې کې خو هم څوک نه دي زندۍ شوي، دا ته ولې ما ته وايې چې دا تصويرونه زندۍ شوي؟))
هغه په لوړ غږ سره وخندل او له ځان سره چې يو څه يې ورکشولم، ژر له بل انځور سره مخامخ کړم.په هغه تصوير کې يو ځلانده زړه و چې هيڅ ډول رنګ يې نه درلود اوپه يو قفس کې بند و.خو بيا يې هم له خپلې رڼا سره  ټول چاپېريال روښانه کړي و. ما هر څه ته په زير سره کتل خو هيڅ داسې څه مې نه ليدل چې زندۍ شوي دې وي.هغه ﻻ هم په لوړ غږسره خندل او وار وار يې دا خبره کوله:
((دلته ټول تصويرونه زندۍ شوي…دلته ټول تصويرونه زندۍ شوي…))
ما په قهرجنه لهجه وويل:
(( ته زما وخت تلف کوې، نه خو دلته څوک زندۍ شوي او نه هم تصوير زندۍ کيږي))
هغه ما ته په ترحم سره وکتل او ويې ويل:
((دا ټول ستا انځورونه دي،دا ته يې!!!
دا ستا ژوند دی او ته ﻻ ډيره پخوا زندۍ شوې يې…))
زما غوسه نوره هم ډيره شوه او ومې ويل:
((زه ژوندۍ يم!!!))
((زه څنګه زندۍ شوې يم؟؟؟))
هغه راته وويل: ((هو ته ژوندۍ يې ،خو ستا ژوند زندۍ شوی.ته د رشتې په رسۍ زندۍ شوي يې.ته ﻻ وخته زندۍ شوې يې…ډيره پخوا زندۍ شوي يې!!!))
زه په فکرو کې ډوبه شوم او په تراره سره مې وپوښتل:
((ته څوک يې؟؟؟))
هغه راته وويل: ((زه ستا هغه خيال يم چې تا زندۍ کړی يم….
تا حتا خپل خيال هم زندۍ کړی…..))