قاري سجاد وايي په توره بوړه کي يې د بهرنيانو پرپوسته بريد کړی

د لراوبر اداره | نوومبر 1st, 2009



قاري سجاد چي ځان توره بوړه جهادي محاذ په  نوم وسله والي ډلي وياند معرفي کوي ادعا کوي چي وسله والو يې بيګا دشپې په لس بجو دننګرهار ولايت دپچيراګام ولسوالۍمربوط دتوري بوړي دغره په لمنه کې دخارجي او داخلي عسکرو په ګډ مرکز چه اوس په کى عسکروته تربيت ورکول کيږي د هاوانونو او ميزايلو بريد وکړ ،د نوموړي په وينا دي بريدچه تقريبا يو ساعت يي دوام درلود په نتيجه کي يې په مرکز کي ميشت دري تنه خارجي او اته تنه داخلي عسکر وژل شوي او دري تنه سخت ټپيان دي .
نوموړي وايي چي په بريدکي دمرګ ژوبلي سربيره دمرکز ودانۍ ته هم سخت زيان رسيدلې او دوه دهستوګنى خوني يي په بشپړه توګه ويجاړې اودمرکزڅخه داورلمبي پورته شوي ، نوموړی وايي مقابل طرف هم پر دوی ډزي کړي چي مرګ ژوبله يې نه لرله ، د قاري سجاد ددې ادعا په اړه د بهرنيو ځواکونو لخوا خبر نه دی ترلاسه سوی .

Copyright Larawbar 2007-2024