د كرزي بيا انتخابېدل او نړيوال غبرګونونه

56 | نوومبر 3rd, 2009


د افغانستان د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، چي د امريكا د متحده ايالاتو د ولسمشر بارك اوباما، د ملګرو ملتونو د مشر بانكي مون، د بريتانيا د صدارعظم ګورډن براون، د روسيې، پاكستان، تركيې او يو شمېر نورو ولسمشرانو په ګډون د نړۍ يو شمير رهبرانو د پيغامونو او ټليفوني اړيكو له لاري حامد كرزي ته د بياځلي ولسمشرۍ مباركي وركړې .

دوى ښاغلي كرزي ته د مرستو او همكاريو ډاډ وركړى خو ددې تر څنګ يې ځيني وړانديزونه هم ورته كړي، اداري فساد وركول، امنيت راوستل، د بدمعاشانو او قاچاقبرانو څخه اداره پاكول او ملي يوالي ته ډېر كار كول هغه مهم وړانديزونه دي چي په سر كي يادېږي.

د نړۍ مشرانو او رهبرانو ويلي چي ښاغلى كرزى بايد دغو ټكو ته جدي پاملرنه وكړي تر څو افغان حكومت له ستونزو خلاص او پر خپلو پښو ودرېږي، چي دا د نړۍ، سيمي او بحراني افغانستان په ګټه دي او كه بيا هم دغو ټكو ته پام ونه شي نه يوازي داچي افغانستان به بيا پر خوله ولوېږي بلكي نړيوال ملاتړ به هم له لاسه وركړي.

Copyright Larawbar 2007-2024